ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مصالحې عالي شورا: افغانانو ته د ناکامورا خدمتونه نه هېرېدونکي دي

د مصالحې عالي شورا: افغانانو ته د ناکامورا خدمتونه نه هېرېدونکي دي

author avatar
4 Dec 2020 - 15:15
د مصالحې عالي شورا: افغانانو ته د ناکامورا خدمتونه نه هېرېدونکي دي
author avatar
4 Dec 2020 - 15:15

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۹): د مصالحې عالي شورا چارواکي وايي، ډاکتر ناکامورا د اوبو مدیریت او ښېرازۍ په برخه کې افغانانو ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي، خو د اوبو مهارولو د ځینو نورو پروژو هیله یې له ځان سره ګور ته یووړې.

ډاکتر تتسو ناکامورا نږدې شل کاله په ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې د روغتیا، اوبو لګولو، باغدارۍ او نور برخو کې لسګونه پروژې عملي کړې خو تېر کال د ډسمبر په څلورمه په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو ټپي او وروسته یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

د پي اېم اېس خیریه بنسټ مشر تتسو ناکامورا چې ځايي خلکو کاکا مراد باله، کلونه په افغانستان کې تېر کړي وو او د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې یې ګڼې پروژې عملي کړې وې چې د هغه له مرګ وروسته يې په یاد غونډې وشوې، مډالونه یې په نوم شول، فلمونه پرې جوړ شول او پر ژوند یې کتابونه ولیکل شول.

خو هغه څه چې نیمګړي پاتې شول، هغه د ناکامورا پیل کړې د بیارغونې پروژې وې چې تر اوسه هم نابشپړې پاتې دي.

د مصالحې عالي شورا له مطبوعاتي دفتره پژواک په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې جاپاني الاصله افغان ډاکتر ناکامورا د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ د دښمنانو له خوا په ډېرې بېرحمي او بزدلانه برید کې ووژل شو.

سرچينه زياتوي، ډاکتر ناکامورا به تل په خپلو خبرو کې ویل، ژوند وکړئ، جنګ مه کوئ، جنګ نه په کارېږي چې دی هم د همدې بدمرغې جګړې قرباني شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، ډاکتر ناکامورا د اوبو مدیریت او سرسبزۍ په برخه کې افغان ملت ته نه هېرېدونکي خدمتونه وکړل، د کونړ د اوبو یوه برخه یې مهار کړه، په ننګرهار کې د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ ډېرې سیمې او د کامي ولسوالۍ ځینې سیمي یې د خپل زحمت او صادقانه کار له امله زرغونې او خړوبې کړې.

سرچينه زياتوي: «د اوبو مهارولو ځینو نورو پروژو ارمان او هیله یې له ځان سره ګور ته یووړه، د افغانستان حکومت او خلک به د دې مهربانه ډاکتر دا کړي خدمتونه او ښه نیت هېڅکله هیر نه کړي او تل به یې یاد د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو لیکل شوی وي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان حکومت له اړوند مسوولو چارواکو مو تمه ده چې د اوبو مدیریت په برخه کې د ډاکتر ناکامورا بریالۍ طرحه تعقیب او پلې کړي.

د يادونې ده، تتسو ناکامورا په پښتو ژبه روانې خبرې کولې، په ۷۳ کلنۍ کې ووژل شو او مړی یې اوونۍ وروسته جاپان ته ولېږدول شو .

د جاپان دولت هغه ته له مرګ وروسته د ده د بشري فعالیتونو په پار لوړ دولتي نښان ورکړ، هندوستان هم د تېرې جنورۍ په میاشت کې د پدماشري په نوم د هند لوړ ملکي دولتي مډال د ناکامورا په نوم کړ.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.