ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د کندهار والي ته د ښځو ستونزو هوارولو سپارښتنه وکړه

17 Dec 2020 - 19:16
17 Dec 2020 - 19:16

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۹): ولسمشر غني د کندهار والي ته سپارښتنه کړې چې د کندهار بېځایه شوو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو ستونزو د حل لپاره یوه واضح طرحه جوړه کړي، څو د حل لپاره یې اقدامات وشي.

ولسمشر غني نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کندهار امنیتي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.

له ارګه د لېندۍ په ۲۷مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن ماسپښین د کندهار ولایت له یو شمېر ښځو سره وکتل.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې کتنه کې ولسمشر محمد اشرف غني د مېرمنو وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل: «زه تاسې ته د نازو انا، زرغونې انا، بي بي زینب او لویې انا په سترګه ګورم او قدرداني مو کوم.  د کندهار لویې کورنۍ ان درې پېړۍ وړاندې تعلیم یافته وې، خو اوسنۍ فاجعه دا ده چې زده کړو ته پاملرنه نه ده شوې.»

هغه زیاته کړې، په راتلونکي کې به فزیکي ښوونځي پر ډیجیټلي زده کړو بدل شي، نو اړتیا ده چې خپل چمتووالی ورته ولرو.

ولسمشر دغه راز د کندهار والي ته لارښوونه کړې چې له ښځو سره په ګډه د کندهار د بېځایه شوو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو د ستونزو د حل لپاره یوه واضح طرحه ترتیب کړي، څو یې پر ابعادو پوه او د حل لپاره یې اقدامات وشي.

ولسمشر ویلي، د واضح میکانیزم پر اساس به وړ ښځې د اړتیاوو له مخې په بېلابېلو ادارو کې استخدام شي.

دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال نن ماښام د ولايتي شورا رئيس او غړو او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو له يو شمېر استازو سره کتلي دي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لومړی د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال خبرې وکړې، جمهور رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ يې د هغه ولايت د عمومي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د کندهار ولايت امنيت ته د لا زياتې پاملرنې، د نورو امنيتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او کروندګرو او راستنو شويو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عارف نورزي په خپلو خبرو کې وويل، د کندهار خلکو زياتې قربانۍ ورکړې دي او د باعزته او پایداره سولې غوښتونکي دي.

هغه زياته کړه، د امنيت د تامين، پر ټولو يو شان د قانون تطبيق، د اوبو رسولو پروژو د عملي کېدو، د اوبو بندونو جوړېدو او په حکومتي جوړښت کې د دې ولايت د ځوانانو ګومارنې برخو ته بايد پاملرنه وشي.

ولسمشر غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وويل، حکومت به د کندهار ولايت د امنيت تامين، کروندګرو او راستنو شويو سره مرستې او هغوی ته د ځمکو  د وېش په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.

نوموړي د کندهار ولايت له مشرانو وغوښتل چې خپل مطلق يووالی او اتحاد وساتي، ترڅو يو بل ته لاس ورکړو او د کندهار د خونديتوب او د خلکو د هوساينې لپاره هڅې نورې هم زياتې شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version