خوست ښار (پژواک، ٣ مرغومى ٩٩): په خوست ښار کې د ماین چاودنې له امله اته ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن (د مرغومي ۳مه) له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د خوست ښار مجاهد څلورلارې ته څېرمه وشوه.
د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مسوولين وايي چې په دې چاودنه کې ۸ ملکي وکړي ټپيان دي خو د یوه ټپي روغتيايي حالت نازک ښودل شوی.
د معلوماتو له مخې، یاده چاودنه د ښار په هغې ساحه کې شوې چې خلک دولتي او غير دولتي ادارو ته خپلې عریضې لیکي.
خوست کې د خصوصي روغتون یوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوی ته له یادې پېښې درې ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
د يادونې ده، پرون هم په خوست ښار کې د يوې چاودنې له امله پنځه کسان ووژل شول او اووه نور ټپيان وو.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن