ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن ورځې یوه چاودنه کې د سرور دانش امنیتي مرستیال هم وژل شوی

author avatar
26 Dec 2020 - 14:43
author avatar
26 Dec 2020 - 14:43

درېیم تعقيب- کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۹۹): نن سهار د کابل ښار په مختلفو سیمو کې په درېیو چاودنو کې د ولسمشرۍ د دویم مرستیال امنیتي مرستیال په ګډون څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د دغه ښار د شپږمې ناحیې اړوند د فیض محمد کاتب پر واټ پر یوه رينجر موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه.

هغه زیاته کړه، په دې چاودنه کې دوه امنیتي منسوبین ټپیان شول چې روغتون ته وړل شوي دي.

پر همدې مهال د کابل په امنیې قوماندانۍ کې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل، په هغې چاودنه کې چې نن سهار د شپږمې ناحیې اړوند وشوه، د لوړپوړو چارواکو ریاست د منسوبینو یو موټر موخه ګرځېدلی دی.

هغه وایي چې په دې چاودنه کې د رجال برجسته درې منسوبین ټپیان شوي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د خلکو وحدت ګوند رییس حاجي محمد محقق چې نن یې په کابل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ په دویمه ناسته کې خبرې کولې، وویل چې د کابل ښار په شپږمه حوزه کې په نننۍ چاودنه کې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش دوه ساتونکي په نښه شوي دي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې په دې چاودنه کې د ولسمشر د دویم مرستیال اړوند رجال برجسته رينجر هدف ګرځول شوی چې په کې  د ولسمشر د دویم مرستیال د رجال برجسته لومړی اداري مرستیال جګړن حاجي محمد او د دویم معاونیت د قسم امر لومړی بریدمل کاظم په کې ټپیان شوي دي.

د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش پر فيسبوک پاڼه لیکلي: «له بده مرغه نن مې یو بهترین دوست او همکار له لاسه ورکړ.»

سرچینې لیکلي: «در رجال برجسته په ۱۳ مدیریت کې زما د امنیتي ټېم مرستیال قوماندان حاجي محمد مهدوي، د هغه پر موټر د چسپکي ماین چاودنې له امله په داسې حال کې چې نن سهار خپلې دندې ته روان و، په شهادت ورسېد او موږ ټول یې غمجن کړو.»

سرور دانش مهدوي یو مومن، متدین، قرباني ورکوونکی او د ده لپاره یو زړه سواندی ورور او وفادار یار یاد کړی او لیکلي یې دي: «لعنت او مرګ پر وحشي او بدسګال تروریستانو. هره ورځ د افغانستان امنیتي ځواکونه، د مدني او بشري حقونو فعالان، خبریالان، علما، قضات او څارنوالان او ملکي کسان وژني. خو ټول تروریستان باید پوه شي چې موږ ټول به په ایمان او لا نور استقامت د شهیدانو لارې ته دوام ورکوو او اجازه به ورنه کړو چې هغوی پر خپلو ناوړه افکارو سره زموږ پر خلکو او هېواد واکمن شي.»

د ولسمشرۍ دویم مرستیال د دوو نورو ساتونکو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

فرامرز دغه راز وویل، نن شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند په شهید څلورلاره سیمه کې هم د پولیسو پر یوه رينجر موټر د چسپکې ماین چاودنه وشوه.

د هغه په وینا، په دې چاودنه کې د پولیسو دوه منسوبین وژل شوي او یو ملکي کس ټپي شوی دی.

نوموړي دغه راز وویل چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند په چمن حضوري سیمه کې هم یو چسپکي ماین چاودېدلی خو مرګ ژوبله نه لري.

د عامې ورغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري پژواک ته وویل په کابل کې د نن سهار په چاودنو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

هغې له جزیاتو پرته وویل چې د یادو چاونو مړي او ټپیان د کابل روغتونونو ته وړل شوي دي.

د یادو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار هدفي وژنې او د ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.