ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: طالبانو د دهراوود پخواني امنيه قوماندان مړی له قبره ایستلی او سر یې ترې پرې کړی

author avatar
27 Dec 2020 - 14:11
author avatar
27 Dec 2020 - 14:11

کابل  (پژواک، ٧ مرغومی ۹۹): د مشرانو جرګې غړي وايي چې وسله والو طالبانو د اروزګان دهراوود ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان جسد له قبره را ايستلى او سر يې ترې پرې کړى، خو طالبان  دغه ادعا ردوي.

د اروزګان د دهراود ولسوالۍ د مخکني امنیه قومندان ورور، جان محمد کريمي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو يې د ورور جسد له خاورو را ايستلى او بيا يې سر ور څخه پرې کړی دی.

د دهراوود ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان شاه محمد شاوخوا څلور مياشتې مخکې په يوه چاودنه کې وژل شوى و.

په مشرانو جرګې د اروزګان ولايت استازي امان الله عظيمي هم نن (د مرغومي اوومه) د دې جرګې په ناسته کې وويل چې د طالبانو اړوند کسانو د دهراوود د پخواني وژل شوي امنيه قوماندان جسد له څلورو مياشتو وروسته له قبره را ايستلى او سر يې ترې پرې کړى دى.

هغه د طالبانو دغه کړنه د شريعت خلاف وبلله او غوښتنه يې وکړه، چا چې دغه کار کړى بايد مجازات شي.

عظيمي وايي: «له دې معلومېږي چې قوماندان شاه محمد شهيد دى؛ ځکه چې له څلورنيمو مياشتو وروستو يې هم جسد نه و خراب شوى.»

د نوموړي په وينا، په هېڅ دين او قانون کې دغه ډول کار جواز نه لري او د وسله والو مخالفينو دا کړنه د دې څرګندونه کوي چې هغوى هېڅ ارزښت ته درناوى نه لري.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمد اکبر ستانکزي هم د دغه کار د غندنې ترڅنګ وويل چې دا غير شرعي کړنه ده او په هېڅ مذهب کې جواز نه لري.

د هغه په وينا، څوک چې له چا سره دښمني هم ولري، له مرګه وروسته يې دښمني پاى ته رسېږي، خو په دې ډول کارونو سره دوى خپل وحشت په ډاګه کوي.

د اروزګان د دهراود د ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان شاه محمد ورور جان محمد کريمي وايي چې د ورور جسد یې له څو میاشتو وروسته راکښل کېږي او دغه ډول عمل ورسره کېږي.

دی ادعا کوي چې دغه کار د طالبانو ځایي مسوول مزمل او ملګرو یې کړی دی.

شاه محمد چې په سترګو نابینا هم و، کلونه د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان پاتې شوی و. هغه څو میاشتې مخکې په ترینکوټ ښار کې په هدفي برید کې ووژل شو.

کريمي پر افغان دولت، بشري حقونو او نورو بنسټونو نیوکه وکړه چې د هغوی د عزت ساتلو لپاره غږ نه اوچتوي.

خو طالب وياند قاري یوسف احمدي دغه موضوع په کلکه رد کړې او پژواک ته يې ويلي چې دوی هيڅکله دغسې غير شرعي کار نه کوي او نه هم دا کار ورته کومه ګټه رسوي.

ځايي خلک وايي چې څو ورځې مخکې هم طالبانو د شاه محمد د يوه بل ورور ولي محمد جسد له وژل کېدو وروسته څو ورځې د ولسوالۍ پر عمومي چوک کې ایښى و.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.