ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 ” طالبان بشپړې جګړې او امنیتي ځواکونه د بریدونو دفع کولو ته تیاری نیسي”

author avatar
4 Jan 2021 - 18:00
author avatar
4 Jan 2021 - 18:00

کابل(پژواک،۱۵ مرغومی ۹۹): امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې طالبان د راتلونکي پسرلي لپاره د بشپړې جګړې لپاره تیاری نیسي او مشرتابه یې له پاکستان څه افغانستان ته انتقالېږي او وايي، د دښمن د یرغلیزو بریدونو د دفاع لپاره د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه جوړ عملیاتي واحد رامنځته شوی دی.

ولسي جرګې نننۍ ناستې ته د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا‌ء سراج د هېواد د امنیتی وضعیت په ځانګړې توګه هدفي وژنو په اړه د ځواب ورکولو لپاره رابللي وو.

د کورنیو چارو وزیر وویل، د اطلاعاتو له مخې طالبان د راتلونکي کال لپاره بشپړې جګړې ته تیاری لري او له همدې امله د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه هم لازم چمتوالى لري او د دوی پر وړاندې به عمل وکړي.

هغه د طالبانو پر ضد د عملیاتي واحدونو د فعالیت پیلېدو خبر ورکړ او ويې ویل: ((دغه عملیاتي ــ یرغلیز واحدونه د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت له سرتېرو جوړ دي او په هر ځای کې چې د طالبانو د بریدونو او موجودیت خبر ورسېږي یاد سرتېري به یې پر وړاندې اقدام کوي.))

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، د دغه عملیاتي واحد امتحاني پړاو په فراه ولایت کې پیل شوی او تر راتلونکي پسرلي به د واحدونو شمېر او فعالیت ډېر شي.

اندرابي وویل، د ځمکو د لاندې کولو په ځانګړې توګه د هېواد په سوېل کې د دښمن پلان ناکام شوی او په هلمند او کندهار ولایتونو کې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا زر طالبان وژل شوي دي.

نوموړي په ښارونو کې د طالبانو د بریدونو ډېرېدو ته په اشاره وویل: ((د طالبانو مشران ژمی پاکستان ته ځي او دا چې د جګړې په ډګرونو کې ناکام شوي په ښارونو کې یې ترور ته مخه کړې ده.))

د کورنیو چارو وزیر د دې په روښانولو چې طالبان په رسنیو کې د غالمغال د رامنځته کولو لپاره په هدفي وژنو کې لاس لري، زیاته کړه: ((کره اطلاعات او شواهد شته چې د هېواد په کچه په ځانګړې توګه کابل کې په وروستیو هدفي وژنو کې طالبان لاس لري.))

د انداربي د خبرو په اساس، پخوا دغه وزارت د فساد د زړه په نوم یادېده، خو اوس له کورنیو چارو زوارت څخه سازماني فساد ورک شوی او په تېرو دوو کلونو کې ۳۵۰۰ پولیس د فساد په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج د دې جرګې نننۍ ناستې ته وویل: ((موږ به د سولې خبرو د دویم پړاو په پیلېدو مهم او کلیدي پړاو ته دننه شو او د ترلاسه شوو اطلاعاتو له مخې طالبان په سوله باور نه لري.))

هغه زیاته کړه، طالبان هڅه کوي چې د سولې خبرې و ځنډوي څو د روان میلادي کال په مې میاشت کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي.

سراج د خپلو خبرو په یوه برخه کې دې ته په اشاره چې طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون ډېری موارد تر پښو لاندې کړي وویل: ((د طالبانو اړیکې له بهرنیو ترهګرو ډلو سره لاهم دوام لري.))

د افغانستان د ملي امنیت رییس زیاته کړه، اطلاعات ښيي چې طالبان د جګړې او تاوتریخوالي د ‌ډېرېدو هڅه کوي له پاکستان څخه افغانستان ته د خپل مشرتابه او کمېسیونونو انتقال ته زمینه برابره کړي او دغې ډلې په همدې خاطر په سوېل او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د جګړې جغرافیه پراخه کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((کله چې د طالبانو مشران له کراچۍ او اسلام اباده قطر ته ځي د وجدان عذاب یې ځوروي او له دې امله هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل حضور ته زمینه برابره کړي.))

د سراج په خبره، پخوا په افغانستان کې د طالبانو د مشرتابه د حضور لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې د طالبانو هڅې ناکامې شوې او له دې وروسته به هم بریالي نه شي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو اوسني حرکتونه ښيي چې دې ډلې د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره ننګرهار ولایت خپله موخه ټاکلی دی.

سراج ددې په روښانولو چې طالبانو هدفي وژنو ته مخه کړې څو د دولت او ملت ترمنځه شته باور ته زیان ورسوي وویل: ((په کابل او نورو لویو ښارونو کې د هدفي وژنو او د مقناطیسي ماینونو چاودنې هم د طالبانو له خوا د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره طرحه او ترسره کېږي.))

د ملي امنیت د رییس په خبره، په دې وروستیو کې په هدفي بریدونو کې د اتو خبریالانو او مدني فعالانو له ډلې د پنځو قضیو عاملان نیول شوي او د درېیو نورو قضیو سر نخ هم معلوم شوى دى.

هغه وویل، په غزني ولایت کې رحمت الله نېکزاد د طالبانو د هغه بندي له خوا وژل شوی چې د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

نوموړي د هغو چاودېدونکو توکو په اړه چې په ماینونو کې کارول کېږي وویل، دغه مواد تر ډېره د هېوادونو هغه هم د هېوادونو د نظامي برخو په اختیار کې دي.

نوموړي په تېر یوه کال کې د ترهګریزو بریدونو په تور د ۳۸۰۰ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړ او ويې ویل، د یوه کال په جریان کې طالبانو د هېواد په کچه ۱۸۵۰۰بریدونه ترسره کړي دي.

هغه په دې اړه چې ولې کابل ښار تر ډېره د مخالفینو د بریدونو شاهد دی؟ وویل: ((دښمن تر ډېره هڅه کوي چې کابل تر فشار لاندې راولي. دا هغه ټکی دی چې د خلکو ذهنیت خرابوي او پر امنیتي سرتېرو د خلکو باور کمېږي.))

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.