ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لويه څارنوالي: د اداري فساد ١٨٠٠ قضيو ته رسېدنه شوې

6 Jan 2021 - 16:08
6 Jan 2021 - 16:08

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۹): د افغانستان لويه څارنوالي وايي چې په تېر يو کال کې د اداري فساد ١٨٠٠ قضيو ته رسېدنه شوې چې په ترڅ کې يې ٨٤ ميليونه افغانۍ، ٣،٥ ميليونه ډالر او شپږ سوه زره يورو مصادره شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د مرغومي په ۱۷مه کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې لویې څارنوالۍ د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیې ثبت او څېړلې دي.

هغه زیاته کړه، د دغو قضیو له ډلې څخه ۲۷۸ د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، ۴۰۳ یې د مرکز څارنوالیو او ۱۱۲۲ نورې قضیې په ولایتونو کې د څارنواليو له لوري څېړل شوې دي.

رسولي څرګنده کړه، د ۲۷۸ د اداري فساد د لويو جرمونو له ډلې څخه ۱۴۶ تر څېړنې لاندې دي او د پاتې ۱۳۲ قضیو په تړاو  قانوني پرېکړې شوې دي.

ده زياته کړ، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د اداري فساد ۲۷۸ قضیو د ثبت او څېړلو له جملې څخه ۲۱۵ یې د ملکي خلکو او ۶۳ قضیې یې په نظامي کسانو پورې اړوند دي.

هغه وویل، دا قضيې د روغتیا، اقتصاد، د کلیو پراختیا، کار او ټولنیزو چارو، پوهنې، عدليې، حج او اوقافو، لوړو زده کړو او کرنې وزارتونو، امنیتي او دفاعي سکتور، او د حوادثو ریاست، مستوفیت، برېښنا رياست، احصاییه او معلومات، ګمرک، لوړو زده کړو، ښاروالۍ، ملي شورا او ولایتي شوراګانو او د ځینو نورو ادارو په کارکوونکو پورې اړوند دي.

دغه راز هغه وویل چې د يادو قضيو د څېړلو او پرېکړو پرمهال نږدې څلور اتیا میلیونه افغانۍ، درې اعشاريه پنځه میلیونه امریکايي ډالر او شپږ سوه زره یورو مصادره شوي دي.

ده وویل، په دې قضیو کې ځينې يې داسې هم دي چې په تېره يوه اوونۍ کې څارنوالۍ ته رسېدلي او کار پرې شروع شوى دى.

نوموړي زیاته کړه، په دې وروستيو کې چې څلور تنه د عامی روغتیا په وزارت کې د اداري فساد په تور نيول شوي وو، څېړنې ترې روانې دي.

يوې حکومتي سرچينې د مرغومي په اتمه پژواک ته ويلي و چې په یادو څلورو کسانو کې د عامې روغتیا د وزیر ورور احمد شکران عثماني چې وزارت کې کومه رسمي دنده نه لري، د تره زوی يې کاوه سرمست زاده، د خاله زوی يې حامد حمیدي فرامز او د وزارت ارشد مشاور فریدون سلطاني شامل دي.

همدرانګه رسولي دا هم وويل، د مشرانو جرګې درې غړي چې د فساد په تور نيول شوي وو، په ضمانت خوشې شوي خو څېړنې ترې روانې دي.

د يادونې ده چې د ملي امنيت لوى رياست او لويې څارنوالۍ تېره اوونۍ په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي وو چې درې سناتوران يې د بلخ په حيرتان بندر کې د رشوت اخيستلو پر مهال لاس په لاس نيولي دي.

که څه هم په ياده ګډه اعلاميه کې د دغو سناتورانو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو سرچينو ويلي وو چې د سرپل استازى محمد عظيم قوياش، د فارياب استازى محمد انور باشليق او د خوست ولايت سناتور لياقت الله بابکرخېل په دغو کسانو کې شامل دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version