ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لویې څارنوالۍ د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې ۱۳۵۳ قضیې ثبت کړې دي

لویې څارنوالۍ د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې ۱۳۵۳ قضیې ثبت کړې دي

author avatar
25 May 2021 - 18:40
لویې څارنوالۍ د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې ۱۳۵۳ قضیې ثبت کړې دي
author avatar
25 May 2021 - 18:40

کابل (پژواک،۴ غبرګولی ۱۴۰۰): لویه څارنوالي وایي چې د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې یې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضیې ثبت او څېړلې او په تړاو یې ۱۴۲۴کسان مجرم، تورن او محکوم پېژندل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دغې ادراې د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربعه کې د اداري فساد ټولې ۱۳۵۳قضیې ثبت او څېړلې دي.

د هغه په وینا، له دغو قضیو، ۱۲۵۶ هغه د اداري فساد له جرمومونو سره د مبارزې په چارو کې د لویې څارنوالي په معاونت او ۷۷ نورې هغه قضیې دي چې د اداري فساد د درنو جرمونو په عدلي او قضایي مرکز کې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه چې له یادو ټولو ۱۲۷۶ قضیو، ۸۷۹ جرمي قضیې د ملکي اداري فساد اړوند او ۳۹۷ جرمي قضیې د نظامي اداري فساد اړوند دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۱۲۷۶ قضیو په تړاو ۱۴۲۴کسان مجرم، تورن او محکوم پېژندل شوي او له دې ډلې ۳۲۳کسان زنداني شوي، ۵۷۸ کسان د سر په ضمانت په موقت ډول ازاد شوي، ۱۹۵ کسانو د محکمې له مخې برائت اخیستی، د ۳۰ کسانو دندې ځنډول شوې، ۲۹۸ کسان په توقیف کې دي او ۶۸ نور ممنوع الخروج شوي دي.

رسولي څرګنده کړه چې په یادو قضیو کې بډې اخیستل، له وظیفوي صلاحیته ناوړه ګټه، اختلاس، له نفوذه ناوړه ګټه، د اسنادو غلا، تزویر، د عدالت له تطبیقه ممانعت، د صلاحیت له محدودو تېری، غدر، د اسنادو تزویر، حقیقت پټول، په دنده کې ځنډ، د سلوکي قواعدو نه مراعاتول او نور جرمونه شامل دي.

د لویې څارنوالۍ یاند وویل، د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې، د اداري فساد ۷۷ قضیې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې په عدلي او قضایي مرکز کې ثبت او رسېدنه ورته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې له هغې شمېرې ۹ قضیې اړندو مراجعو ته سپارل شوې، پنځه قضیې د کشفي پاڼې د بشپړولو په موخه محکمې ته لېږدول شوې، دوه قضیې ساتل شوې او پر ۶۱ قضیو کار روان دی.

نوموړي له جزییاتو پرته زیاته کړه چې د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې پنځه جنرالان، درې سناتوران، څلور ښاروالان او د ولایتي شورا دوه غړي په یادو قضیو کې شامل دي.

رسولي زیات کړه، په مجموع کې له ټولو ۱۳۵۳ قضیو له ۲۱،۴ میلیونو ډېرې افغانۍ، له یو اعشاریه درې میلیونو ډېر امریکایي ډالر، ۱۱ زره پاکستانۍ کلدارې، له لسو زرو ډېر د اماراتو درهم، ۱۵۰ کاناډایي ډالر او ۹۹۰۰ ایراتي تومان ترلاسه شوي او د دولت حساب ته استول شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په ۱۳۹۸ کال کې د ترور ۷۵ قضیو او په ۱۳۹۹ کال کې د ترور ۹۶ قضیو ته د لویې څارنوالي د بهرنیو او داخلي امنیتي جرمونو سره د مبارزې ریاست له خوا رسېدنه شوې ده.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.