کابل (پژواک،١٩ مرغومى ٩٩): امنيتي چارواکي وايي چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ له روزنيز مرکز څخه ٤٠٠ کسان فارغ شول.
د دغو کسانو د فراغت په مراسمو کې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم ګډون کړى و.
په دغو مراسمو کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي رییس جنرال خوشحال سعادت وویل چې د ولسمشر له هدایت او د ملي امنیت د سلاکار له لارښوونو سره سم اوس د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ملي پروژو د ساتنې ظرفیت ته لاس رسی پيدا کړی دی.
دغه راز د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب فارغو کسانو ته د مبارکي تر څنګ وویل چې دوی د ملي تصدي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عامه تاسیساتو اصلي ساتونکي دي.
محب دا هم وويل: ((محافظت ټول محافظت عامې ته ورځي او له دې وروسته به پوليس خپلو دندو ته ګرځي او د ساتونکو رول به ساتونکو ته پرېږدي.))
د مراسمو په پای کې د ملي امنیت سلاکار دغو فارغانو ته تصدیق نامې ورکړې او په وظیفو کې یې د بریالیتوب او توفیق دعا ورته وکړه.
د يادونې وړ ده چې فارغ شوي ساتونکي به کمال خان بند او ورته نور بندونه، ملي پروژې، عامه شتمنۍ او د خصوصي سکتور ساتنه کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن