ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اغزن تار، د ترهه ګرۍ مخنیوي لپاره که د “لر او بر یو افغان” له وېرې

ليکوال زردشت شمس، پاکستان کې د افغانستان سفارت مخکينی مرستیال

د پاکستان پوځ په دې ورستیو کې رسنیو ته ویلي چې افغانستان سره د ۲۶۰۰ کلومېټره اوږدې ډیورنډ کرښې په ۸۰ سلنه برخه یې د اغزن تار غزولو کار بشپړ کړی. پاکستان د دې کار موخه د ترهه ګرو مخنیوی بللی او اطمینان یې ښودلی چې د دې کارسره یې په هیواد کې ترهه ګرۍ کې کموالی راغلی. ۱۸۹۳ کې د افغانستان او برتانوي هند د حکومتونو ترمنځ د ډیورنډ تړون پر اساس تاریخي افغان خاوره په شمال کې له پامیره نیولې او سوېل کې تر چمن او د هلمند تر وروستي بریده له افغانستانه جلا او د برتانوي هند تر واک لاندې راوستل شوه. خو د افغانستان وروستیو پرلپسې حکومتونو او ولس یاد تړون غندلی او په ۱۹۴۹ کې جوړې شوې تاریخي لوېې جرګې د ډیورنډ په شمول د برتانوي هند سره شوي ټول تړونونه لغوه اعلان کړي. ۱۹۴۷ کې د برتانوي هند د ویش په پایله کې یادې سیمې چې افغانستان پرې دعوا لرله د یوه متنازعه ټولپوښتنې پراساس نوي رامنځته شوي پاکستان ته ورکړل شوې. په دې توګه ویلی شو چې د پاکستان له جوړیدو راهیسې ترننه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو مور همدا مسله ده. یادې کرښې یو قوم او ولس په ډیر غیر عادلانه او غیر انساني توګه سره جلا کړی. د کرښې په اوږدو کې ډېرې داسې سیمې وجود لري چې یو ورور یو خوا او بل بلخوا پاتې شوی، حجره یو خوا ده نو جومات بلخوا، کلی د کرښې یو اړخ ته نو هدیره یې بل اړخ ته همدا شان که د اوسېدو ځای یو اړخ ته دی نو کرهنيزي ځمکې او د سوداګرۍ بازار يې بل اړخ ته. برتانوي هند هم د ولسونو یووالي او پر یو بل انحصار ته په کتو د دوی تګ راتګ، راکړې ورکړې او د سوداګرۍ پر وړاندې یې هېڅ ډول خنډونه نه رامنځته کول بلکه اسانتیاوې یې ورکړې وې. همدا دلیل وو چې ولسونو دغه کرښه په رسمیت نه پېژندله خو بیا هم په لویه کچه کوم تاوتریخوالی نه پیښیدو او د خلکو ژوند په عادي ډول روان وو. خو په ورستیو کې لیدل کېږي چې پاکستان د کرښې دواړو خواوو د ولسونو یووالي ته د یوه فرصت پرځای د ګواښ په سترګه ګوري او ټوله هڅه یې دا ده چې څرنګه وکولای شي د دوی ترمنځ اړیکې پرې کړي. افغان جهاد، له طالبانو ملاتړ او د ترهه ګرۍ پرضد مبارزه هاغه څه دي چې پاکستان یو اړخ ته د ډیورنډ کرښې ته د رسمیت ورکولو لپاره او بلخوا په قبایلي سیمو د خپل حاکمیت پیاوړي کولو لپاره ترې د وسیلې په توګه کار واخیست. د دې سربېره پاکستان په یواړخيزه توګه په کرښه تار غځولی او ډېرې هاغه سیمې چې له ۱۹۷۹/۸۰ وړاندې د افغانستان تر ولکې لاندې وې اوس دوئ قبضه کړي. دا چې ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده په ګڼو سیمو کې نه ده تثبیت شوې او یوازې میشتو ولسونو ته معلومه ده خو د افغانستان د ګډوډۍ څخه په ګټه اخیستو پاکستان په کرښه میشتو ولسونو د هويت کارتونه ویشلي، سرکونه يې غځولي، نورې اسانتیاوې يې برابرې کړي او د دوی وفاداري يې خپله کړې. داسې معلومات هم شته چې د ننګرهار ګوشتې او کامې او د کونړ د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکیو ته يې هم کارتونه ورکړي ترڅو غلي پاتې شي. ولې اغزن تار؟ پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کې د کرښې نږدې خپل فعالیت او نظامي حضور پراخه کړ. د هېوادپاله قبایلي مشرانو لمنځه وړل، په قبایلي سیمو کې افراطيت ته وده ورکول، افغانستان او کشمیر کې فعاله د جهادي تنظیمونو او بیا د طالبانو مراکز جوړول او بلاخره په لوی لاس یادې سیمې ناامنه کول چې پوځي مداخلې ته بهانه جوړه کړي هاغه اقدامات دي چې پاکستان په تدریجي توګه ترسره کړل. له ۲۰۰۱ رادیخوا د ترهه ګرۍ سره د جګړې تر نامه لاندې پاکستان د امریکا په مالي مرسته په یاده کرښه په یو اړخيز ډول ګڼ شمیر پوځي چاوڼۍ جوړې او د اغزن تار په غځولو يې لاس پورې کړ. د قبایلو سره شویو تیرویو ولس کې د پاکستاني ریاست په ځانګړې توګه د پوځ پرضد زیاته کرکه زېږولې او اوسمهال يې د پښتون ژغورنې غورځنګ ترنامه لاندې پراخه مبارزه پیل کړې. داسې لیدل کېږي چې له کله راهیسې چې قبایلو کې د حق غوښتنې ویښتیا او د پوځ پرضد کرکه د پخوا په پرتله زیاته شوې پاکستان د ډیورنډ په کرښه اغزن تار غځولو ته سرعت ورکړی. پښتانه له خپل تاریخ او دود دستور لرې ساتل د پاکستاني ریاست پخوانۍ تګلاره وه خو اوسمهال دوی فکر کوي چې د لر او بر ولسونو د اړیکو پیاوړتیا ګنې پښتانه افغانستان ته نږدې کوي او د یوه ګواښ په سترګه ورته ګوري. اغزن تار او ترهه ګري: تراوسه داسې کوم ښکاره شواهد نشته چې ګنې اغزن تار دې په تاوتریخوالي کې کمښت راوستی وي. د افغان لوري معلومات ښیيي چې اغزن تار د ترهګرو په تګ راتګ او بریدونو کوم د پام وړ اغیز نه دی کړی. د طالبانو په شمول نورې وسله والې ډلې لکه داعش او د هند کشمیر کې فعاله ډلې په اسانۍ سره په اغزن تار تګ راتګ کوي. همدا راز د نشه يي توکیو قاچاقبران هم په ازاده توګه خپل کاروبار کوي او زیات شمیر بازارونه يې هم د کرښې نږدې جوړ کړي د مثال په ډول اوسمهال د هلمند برامچه د سیمې په کچه د نشه يي توکیو د سوداګرۍ په مرکز بدله شوې. په داسې حال کې چې دا ټول کاروبار د پاکستاني پوځ ترسترګو لاندې روان دی او دوی هلته ګڼ شمیر پوځي پوستې لري. د افغانستان خوا ته بیا نظامي حضور ډېر کمرنګه او په نشت برابر دی. همدا راز افغان طالبان هم یاده سیمه کې پراخ حضور لري او د عوایدو لویه برخه يې هم له دې ځایه تمویلېږي. فاټا یا د قبایلي سیمو ادغام: له تاریخي پلوه قبایلي سیمو د افغانستان او برتانوي هند حکومتونو ترمنځ د یو بفر ساحې حیثيت درلود. د پاکستان په اساسي قانون کې هم قبایلي سیمو د ۲۰۱۸ پورې ځانګړی حيثيت درلود او د نورو سیمو برعکس مستقيم د فدرالي حکومت لخوا اداره کېدې. پاکستان د ۱۹۷۹ کلونو پورې د افغانستان دريځ ته په کتو چې قبایلي سیمې يې د خپل نفوذ ساحې ګڼلې په یادو سیمو کې د پام وړ مداخلې څخه ډډه کوله. همداراز د قبایلي ولس مرسته او ملاتړ د افغان حکومت لمړیتوب وو او د دې چارو د ښه تنظیم لپاره په ۱۹۴۷ کې د قبایلو ریاست رامنځته کړای شو چې وروسته بیا ۱۹۷۳ کې د سردار محمد داود خان په حکومت کې يې وزارت ته ارتقاء وموندله. قبایلو په افغانستان کې د نورو افغانانو په څېر حقوق لرل. د زده کړو، سوداګرۍ او ان تر دولتي مامویتونو پورې اسانتیاوې او امتیازات ورکړل شوي وو. خو د ۱۳۵۷ د ثور له کودتا وروسته د افغانستان حکومت د مجاهدینو پر وړاندې چې د پاکستان ملاتړ ورسره وو کمزوری شو او تدریجې د ډیورنډ کرښې سره نږدې ساحې يې له لاسه اووتې. همدغه مهال پاکستان نه یوازې په قبایلي سیمو کې بلکه ان د کرښې دې غاړه ولایتونو ته يې هم پراخه لاسرسی پېدا کړ او لاسوهنه يې پیل کړه. ملتپاله قبایلي مشران يې لمنځه یوړل یا يې پرې ډول ډول فشارونه راوړل ترڅو د پاکستان حاکمیت ومني او افغانستان سره اړیکې پرې کړي. قبایلي سیمې د افراطیت د روزنې او پالنې په مرکزونو بدل شول. د مجاهدینو او بیا د طالبانو ستر مرکزونه او د وسلو زیرمتونونه هم په یادو سیمو کې وو چې بلاخره له ۲۰۰۱ وروسته د تروریزم سره د جګړې په بهانه پوځ هم ځای پر ځای کړای شو. که څه هم په فاټا کې د برتانوي هند له واکمنۍ نافذه د ایف سي ار قانون یو غیر انساني او ظالمانه قانون وو خو د پاکستان د نظامي واکدارانو لیوالتیا قبایلي اولس ته د حقونو پرځای د سیمې لاندې کولو ته وه. ځکه له ادغام نږدې دوه کاله وروسته هم قبایلي ولس ته لکه د نورو سیمو جمهوري حقونه نه دي ورکړل شوي او اوس هم پوځي چارواکي په هر څه حاکم دي.۲۰۱۹ کې د پښتونخوا ایالتي شورا یو قانون تصویب کړ چې د قبایلي سیمو د زمکې لاندې معدنونه او منرالونه د حکومت ملکیت دی. د پښتونخوا ملتپاله ګوند عوامي نیشنل پارټي چې د پښتونخوا کې د فاټا د ادغام کلک غوښتونکې وه اوس شکایت کوي چې د قبایلي ولس سره شوې وعدې نه دي پوره شوي. د افغان حکومت دریځ: په وروستیو کې د پاکستان د تهاجمي سیاست پر وړاندې د توقع برعکس افغان حکومت دفاعي او پڅ دریځ خپل کړی. اغزن تار، په کرښه یواړخیزه توګه پوستې جوړول او د قبایلي سیمو د ادغام پر مهمو موضوعاتو افغان حکومت ګونګ دریځ خپل کړی او لازم غبرګون يې ندی ښودلی. ۲۰۱۷ کې پاکستان د چمن – بولدک سیمه کې په کرښې پرتو لقمان او جهانګير کلیو کې سرشمیرنه پیل کړه چې د افغان سرحدي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوه. سره له دې چې په سیمه کې ځواکونو او هم ولس میړانه وکړه خو د میز پر سر هماغه څه ومنل شو چې پاکستان غوښتل او وروسته په یاده سیمه کې اغزن تار هم تیر کړای شو. همدارنګه په ټولو هغو نښتو کې چې د ډیورنډ په کرښه رامنځته شوي افغان پوله ساتو ځواکونو تر خپله وسه مقاومت کړی ولې وروسته د مذاکراتو په پای کې هماغه څه منل شوي چې پاکستان غوښتل. د یادولو ده چې یوازې د کندهار مخکيني قومندان شهید جنرال رازق په دې اړوند تر ټولو پریکنده دریځ درلود او د پاکستان پروړاندې يې د مرکزي حکومت کمزوري دريځ ته په کتو په سیمه کې کلک مقاومت کاوه او د اغزن تار مخنيوی يې کاوه. همداراز پاکستان پخوا په قبایلي سیمو کې د پراخې مداخلې څخه ډډه کوله او فکر يې کولو چې ممکن د افغانستان کلک غبرګون سره به مخ شي. د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان چې د قبایلي سیمو د ادغام کلک مخالف وو یوې ځانګړې ناستې کې (چې لیکوال هم موجود وو) اوویل چې “ستاسې حکومت ولې دې موضوع کې غلی دی موږ خو فکر کولو چې تاسې په دې اړه ډېر سخت او ټاکلی دريځ لری او ما (مولانا) د پاکستان حاکمو کړیو ته ویلي چې دا موضوع مه چیړئ ګنې د افغان حکومت د سخت غبرګون سره به مخ شئ او اړیکې به مو لازیاتې خرابې شي”. ولې په وروستیو کې د افغان حکومت بې تفاوته دريځ پاکستان ډاډه کړ چې بلاخره یادې سیمې يې په مدغم کولوسره په بشپړه توګه تر ولکې لاندې راوستې. اوسني افغان حکومت که څه هم د پاکستان د راکټي بریدونو له امله ملګرو ملتونو ته ډیر ځلي شکایت کړی ولې په اغزن تار يې په نړېواله کچه کوم د پام وړ احتجاج ونه کړ. اسناد ښايي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د ملګرو ملتونو د هاغه مهال لوی منشي بان کي مون ته افغان حکومت د پاکستان له خوا د اغزن تار په جوړولو خپل اعتراض لیک استولی وو. د اغزن تار غځول، د ولسونو په تګ راتګ بندیزونه او د ویزې جبري کول هاغه اقدامات دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې به مدام ګواښوي خو که پاکستان د اغزن تار پرځای د “پرانېستې پولې” پالیسي خپله کړي نو د ډیورنډ د تاریخي شخړې سربیره د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو ته هیله مندي کېدای شي.

 

Hits: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.