کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹) : افغانستان د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړه او دغه راز یې ددریو لوبو لړۍ وګټله.
ایرلینډ ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې دتوپوهنې پریکړه وکړه.
دایرلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۵۹ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۶۰ منډو هدف ورکړ.
دایرلینډ لخوا سټرلینګ ۱۲۹ او دافغانستان له لوري نوین الحق ۴ ، مجیب الرحمن ځدراڼ ۳، ګلبدین نایب او راشد خان یو یو لوبغاړی وسوځولو.
د افغانستان لوبډلې یادهدف په ډیرې اسانۍ سره په ۴۵ اوور کې د دریو لوبغاړو په سوځیدلو ترلاسه او لوبه یې وکړه. دغې بریا سره افغانستان ددریو لوبو لړۍ هم وګټله.
د افغانستان له لوري رحمت شاه او حشمت الله شهیدي خوندوره لوبه وکړه، رحمت شاه ۱۰۳ ناسوځیدلې او شهیدي ۸۲ منډې جوړې کړې.
رحمت شاه د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
افغانستان په لومړۍ لوبه کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړې وه.
Visits: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن