ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ديني عالمانو قاتلين دې ژر تر ژره ونيول شي”

“د ديني عالمانو قاتلين دې ژر تر ژره ونيول شي”

author avatar
7 Feb 2021 - 16:18
“د ديني عالمانو قاتلين دې ژر تر ژره ونيول شي”
author avatar
7 Feb 2021 - 16:18

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۹): يو شمېر ديني عالمان پر حکومت نيوکه کوي چې د سولې په برخه کې يې له دوى سره مشوره نه ده کړې او وايي چې حکومت او طالبان دې په ګډه د ديني عالمانو قاتلين پيدا کړي.

دوى دغه څرګندونې د سلواغې په ١٩مه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

په دغه غونډه کې د کابل ښار د ديني عالمانو رییس عبدالقادر قانت وویل، حکومت او طالبان دې دواړه د ديني عالمانو قاتلین پیدا کړي.

ده وويل: ((موږ حکومت سره دا موضوع شريکه کړې وه چې ٤٠ ديني عالمان له سخت امنيتي ګواښ سره مخ دي خو چا زموږ غږ وانه ورېده.))

دى وايي چې ديني عالمان له امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ کوي خو حکومت يو شمېر ديني عالمان د جنايتکارانو په توګه نيسي او زنداني کوي يې.

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

قانت دا هم وويل: ((حکومت فتوا په ديني عالمانو ورکوي خو امتياز بيا خپله اخلي.))

هغه نيوکه وکړه چې حکومت د سولې په پروسه کې له ديني عالمانو څخه مشوره نه ده اخيستې.

دغه راز بل ديني عالم منير وويل چې د وژل شويو کسانو په اړه د تسليت ويل د عامو خلکو کار دى، حکومت بايد د خلکو امنيت ټينګ کړي.

دى زياتوي: ((که د ديني عالمانو ژوند خوندي نه شي هغو ځايونو ته به ولاړ شو چېرته چې موږ خوندي يو.))

يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او يو پرېکړه ليک يې هم صادر کړ.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې د ديني عالمانو د هدفي وژنو او ناقانونه نيولو څخه دې ژر تر ژره مخنيوي وشي.

سرچينه زياتوي چې د ديني عالمانو امنيت دې تامين شي او د سولې په پروسه کې دې معلومه ونډه ورکول شي.

په پرېکړه ليک کې ديني عالمانو ګواښ کړى که د دوى غوښتنې ونه منل شي له حکومت څخه د ملاتړ پر برخې به له سره کتنه وکړي.

دغه ديني عالمان داسې مهال يادې څرګندونې کوي چې تېره اوونۍ د افغانستان د جمعيت اصلاح مشر ډاکټر عاطف په کابل کې د يوه بريد په ترڅ کې و وژل شو.

Views: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.