ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیسو بغلان کې د دولتي ځمکو یوشمېر غصب کوونکي نیولي

پولیسو بغلان کې د دولتي ځمکو یوشمېر غصب کوونکي نیولي

author avatar
10 Feb 2021 - 18:55
پولیسو بغلان کې د دولتي ځمکو یوشمېر غصب کوونکي نیولي
author avatar
10 Feb 2021 - 18:55

پلخمري (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۹): پولیسو د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې شل کسه چې غوښتل یې په خپلسر دولتي ځمکې د ودانیو جوړېدو په موخه په نښه او په خپلسر ووېشي، نیولي دي.
د بغلان مرستیال والي ذبیح الله احساس چې د ځمکو غصب ځای ته ورغلي و، رسنیو ته وویل، له څو ورځو راهیسې یې د پلخمري په کرکر سیمه کې د خلکو له خوا د غصب په اړه راپورونه ترلاسه کول چې پر وړاندې یې نن د مخنیوي پلان ونیول شو.
ده زياته کړه، پولیسو په کرکر سیمه کې د دولتي ځمکو د غصب په تړاو هغه شل تنه چې عملاً د ځمکو پر نومره کولو لګیا وو او غوښتل یې چې د ښاروالۍ له اجازې پرته یې په خپلو کې سره ووېشي، نیولي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندان مل پاسوال ویس صمیمي وايي، د پلخمري ښار کرکر سیمه کې د ښاروالۍ له اجازې پرته په نښه شوې ټولې ځمکې به له غصب کوونکو راګرځوي.
د هغه په وینا، نن یې د غاصبینو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې څو تنه د دولتي ځمکو د غصب پرمهال نیولي چې له کره پېژندنې وروسته به یې څارنوالۍ ته معرفي کړي.
د پلخمري سرپرست ښاروال انجنیر میر احمد وايي، خلکو د ښاروالۍ له اجازې پرته د پلخمري کرکر سیمې سلګونه جریبه دولتي ځمکې غصب کړې دي.
د ده په خبره، د پولیسو په همکارۍ يې نن شاوخوا سل جریبه دولتي ځمکه له غصب کوونکو را ګرځولې او د پاتې غصب شویو ځمکو د راګرځولو هڅې به هم همداسې دوام وکړي.
دی زیاتوي، نن یې یو شمېر هغه خپلسرې ودانۍ چې د زورواکو له خوا جوړې شوې وې، هم ړنګې کړي او په وینا یې د ناقانونه جوړېدونکو ودانیو روانې چارې به هم دروي.
د پژواک له خوا بغلان کې د تېرو کلونو د څېړنو له مخې شاو خوا شل زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې چې په ځینو کې دولتي چارواکي هم لاس لري.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.