هرات ښار (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٩): د هرات حکومتي مسوولین وايي چې پر یوې امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې اته طالبان او دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د هرات والي سید وحید قتالي پژواک ته وویل، تېره شپه ۱۲ بجې طالبانو د دغه ولایت د ګلران ولسوالۍ په مرکز کې د انتن په نوم امنیتي پوستې ډله ییز برید وکړ.
د هغه په خبره، په دې جګړه کې چې د شپې تر ۳ بجو یې دوام درلود، اته طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه چې د مرستندوی ځواکونو له ورتلو وروسته طالبانو سیمه پرېیښې ده.
خو د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکو له پژواک سره په ټيلېفوني اړیکه کې ادعا کړې چې د نږدې ولسوالیو لسګونه وسله وال طالبان ټول شوي او تېره شپه یې د ولسوالۍ په مرکز کې د انتن پر پوستې برید کړی دی.
دوی وايي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په دغه برید کې لس امنیتي سرتېري وژل شوي او د انتن پوسته هم طالبانو نیولې ده.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن