جلال اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۹): په ننګرهار کې د لويو بار وړونکو موټرو چلوونکو له دوی څخه په لويو لارو کې د ناقانونه پيسو اخيستو پر ضد لاريون وکړ او ګواښ يې وکړ که يې ستونزه حل نه شي نو په ټول هېواد کې به د لارۍ چلوونکي کاري اعتصاب پيل کړي.
دوی چې د سلواغې په ۲۵مه د ننګرهار د شيخ مصري صنعتي پارک ته څېرمه راټول شوي وو ، ټينګار يې کاوه چې بايد فزيکي ماليات ختم او پرځای يې د بانک له لارې د مالياتو ټولول پيل شي ځکه تر نيمايي زياتې پيسې يې شخصي جېبونو ته ځي او يو واحد رقم ترې نه اخيستل کېږي.
د لاريون يوه تنظيموونکي فريد الله لغماني وويل، د دغه لاريون موخه د ناقانونه پيسو اخيستو پر خلاف د خپل غږ پورته کول او دا غوښتنه له دولته کول دي چې بايد ماليات د بانکونو له لارې شي.
هغه وويل، دوی څو نورو ولايتونو کې هم ورته لاريونونه کړي خو حکومت د دې پرځای چې ستونزې يې حل کړي څو ورځې وړاندې يې کابل کې د ترانسپورټرانو د اتحاديې عمومي مشر طلا محمد اتمانزی نيولی چې دوی يې د ژر خلاصون غوښتونکي دي.
د حاجي ظفر په نوم يو لارۍ چلوونکی وايي، له تورخم څخه که يو موټر تر مزار ښاره پورې ځي نو له پنځلس زرو پيل تر ۳۵ زره افغانيو غير قانوني پيسې ترې اخيستل کېږي.
دی وايي، تر هغه وخته چې پيسې ور نه کړي نو موټر ته يې اجازه نه ورکول کېږي او که ورسره جنجال کوي نو پيسې پرې لا زياتېږي.
يو بل لارۍ چلوونکي سرباز کوچي وويل، که حکومت يې غوښتنې ونه مني نو دوی به د ټول هېواد په کچه کاربنديز پيل کړي او حتی سبزيجات او د اړتيا نور توکو لېږد رالېږد به هم ونه کړي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، د قانون له مخې هم هېڅ مامور حق نه لري چې له خلکو زياتې او غير قانوني پيسې واخلي خو وايي، موټر چلوونکي مکلف دي چې د ګمرک خپلې قانوني پيسې ورکړي.
د يادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ټول هېواد کې ترانسپورټرانو او موټرچلوونکو د پوليسو له خوا د ناقانونه پيسو د اخيستو له امله کاربنديز کړى دى.
Views: 373
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن