ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ملي امنیت دوه منسوبین وژل شوي

author avatar
22 Feb 2021 - 11:42
author avatar
22 Feb 2021 - 11:42

هرات ښار (پژواک، ٤ کب ٩٩): په هرات ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې د ملي امنیت دوه سرتېري وژل شوي دي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وویل چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې ناپېژاندو وسله والو د هرات ښار دوولسمې ناحیې اړوند په سعید مختار سیمه کې دوه کسان وژلي دي.

که څه هم ویل کېږي چې وسله والو د ملي امنیت ریاست مرستیال پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې د ملي امنیت دوه سرتېري وژل شوي خو د هرات والي بیا په دې اړه څه نه وایي.

د هرات عامې روغتیا رییس محمد رفیق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له یادې پېښې د ملي امنیت د دوو وژل شوو سرتېرو مړي حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د یادونې ده، تېره اوونۍ هم په همدې سیمه کې دوه کسان وژل شوي وو.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.