ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د «کوچیان» اثر مخکتنه وشوه

د «کوچیان» اثر مخکتنه وشوه

author avatar
27 Feb 2021 - 19:56
د «کوچیان» اثر مخکتنه وشوه
author avatar
27 Feb 2021 - 19:56

کابل (پژواک ۹ کب ۹۹): د استاد حبیب الرحمن د اثر (کوچیان) د مخکتنې غونډه د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې نن ترسره شوه.

دغه اثر په زرو ټوکونو کې د نوي فکر له خوا په ۳۲۷ مخونو کې چاپ شوی دی.

د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلې پرانيستونکې وینا کې وویل، کوچيانو د دې ترڅنګ چې د افغانستان په مادي بډاينه کې خپل رول په سمه توګه ادا کړی دی، په معنوي برخه کې يې هم نقش له هيچا پټ نه دی. د هغوی غني کلتور د دې خبرې ښه ښکارندوی دی. دوی په خپلو ارزښتمنو دودونو او رواجونو سره افغاني فرهنګ او کلتور لا پسې رنګين کړی دی.

د هغه په وينا، د کوچيانو شمېر، د هغوی غني کلتور او دا چې دوی زموږ د هېواد په ابادۍ او سرلوړۍ کې څومره نقش لرلی، دې ټولو ته په کتلو، د يوه داسې اثر ليکلو ته په اوس وخت کې مبرم او اشد ضرورت و چې وکښل شي، له نېکه مرغه دغه وياړ اوسمهال د استاد حبیب الرحمن په برخه رسېدلی دی.

شکيب وويل، د افغانستان د علومو اکاډمي په هېواد کې د لوړې علمي- تحقيقي مرجع په توګه ژمنه کوي چې د کوچي قوم په باب به خپلو علمي- څېړنيزو چارو ته لا ډېر پام اړوي او په دې اړه به د دوی د رښتيني ژوند د جوتولو په اړه شته تشه تر ډېره ډکه کړي.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسد الله غضنفر د ياد شوي کتاب د ځانګړنو په اړه وویل، د «کوچيان» اثر نثر ساده او روان دی، د دې ډول نثر ښه والی په دې کې دی چې لوستونکي ته په لوستلو کې دلچسپي پیدا کوي. بله دا چې دا اثر يو جامع اثر دی چې د کوچیانو تاریخ، اقتصاد، فولکلور، ادبیاتو، جامو او داسې نورو موضوعاتو په کې انعکاس موندلی دی. ځوان څېړونکي کولی شي له دې کتاب څخه په الهام اخیستو د دې اثر په هر څپرکي علمي او تحقیقي کار وکړي.

نوموړي د ياد شوي اثر د ليکلو د ضروت په اړه وويل، کوچی مظلوم قشر دی، هغه قشرونه چې ډېر محروم دي، اواز يې سم نه اورېدل کېږي، د دوی اواز اوچتول عدالت دی او دا کار په دې کتاب کې شوی دی. بله دا چې د کوچيانو په اړه ويل کيږي چې هغوی کرار کرار مېشت کېږي، نو د هغوی په اړه ليکنې به د راتلونکو نسلونو د کوچي قشر د پېژندلو لپاره ضروري وي.

د هغه په وينا، که د کوچي قشر په اړه نور مواد راټول او څېړڼې پرې وشي، نو دا به زموږ ادبیاتو او فرهنګ ته مهم مواد برابر کړي.

د ملی دفاع وزارت مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخېل له ليکوالو او پوهانو وغوښتل چې خپل يادداشتونه وليکي او چاپ يې کړي، ترڅو راتلونکي نسل ته د اوسني وخت معلومات انتقال شي.

نوموړي د «کوچيان» اثر په اړه وويل چې د کتاب ليکوال په دې کتاب کې زياتره له ساحوي څېړنې استفاده کړې او دا يو ښه روش دی.

استاد نجیب منلی وویل، په قانون کي د کوچيانو پر مېشتولو ټینګار شوی، خو دا موضوع لا نور بحث او فکر کولو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، د «کوچيان» اثر ليکوال د دې قشر په اړه مهم کتاب وليکه، اوس دا د ځوانو ليکوالو کار دی چې په دې اړه لا نورې څېړڼې او پلټنې وکړي. دغه راز د کوچيانو د ژوند اړخونه دې د علمي او اکاډميکو مرکزونو له خوا وڅېړل شي او په دې سره دې د افغانستان د اوسنۍ ستونزې لپاره افغاني حل لاره را ووېستل شي.

د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي وويل، کوچيانو يو مهال د هېواد دوه په درې محصولات چمتو کول، خو اوس يې متأسفانه څړځايونه غصب شوي، هيله ده هغوی ته د خپلو څړځايونو د ورکولو په اړه اقدام وشي.

په غونډه کې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهندوی دکتور سید ولی جلالزي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پاچا مجیدي، د علومو اکاډمي د تاریخ انستیتوت آمر څېړنپوه دکتور شریف الله ځدراڼ د ياد شوي کتاب په هکله خبرې وکړې او د کوچیانو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د «کوچيان» اثر مخکتنه وشي او هم د سولې مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز له خوا د کتاب ليکوال ته ډالۍ ورکړل شوه.

د غونډې په پای کې استاد حبیب الرحمن له علومو اکاډمۍ څخه د مننې کولو ترڅنګ وویل، د نړۍ زياتره هېوادونه کوچيانو ته په مثبت تبعیض قايل شوي دي، هیله ده په افغانستان کې هم کوچیانو ته په مثبت تبعیض قایل شو.

خو نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې کوچيان بډای کلتور لري، له ليکوالو او څېړونکو ګيله وکړه، چې د دې قشر په اړه، لکه څنګه چې لازمه ده، ليکنې او څېړنې نه دي کړي، هيله ده په دې باب په راتلونکي کې پاملرنه وشي.

نوموړي له دولت څخه کوچيانو ته د څړځايونو  د بېرته ورکولو وړانديز وکړ، ځکه په وينا يې، کوچيانو ته څړځایونه داسې دي، لکه ماهي ته چې اوبه دي.

د «کوچيان» اثر ليکوال په راتلونکي کې د کوچيانو په اړه د لا نورو څېړنو د ترسره کولو او کتابونو د چاپولو ژمنه وکړه.

د يادولو ده چې د غونډې په اوږدو کې د کوچيانو د ژوند تصوير د يوه مستند فلم په توګه وړاندې شو.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.