ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ځوانانو د سولې لپاره پر واحد دریځ او اوربند ټینګار وکړ

د کندهار ځوانانو د سولې لپاره پر واحد دریځ او اوربند ټینګار وکړ

author avatar
28 Feb 2021 - 18:39
د کندهار ځوانانو د سولې لپاره پر واحد دریځ او اوربند ټینګار وکړ
author avatar
28 Feb 2021 - 18:39

کندهار (پژواک، ۱۰ کب ۹۹): د کندهار سلګونو نارینه او ښځینه ځوانانو په یوه غونډه کې د سولې په برخه کې پر یوه واحد دریځ او اوربند ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د سولې غږ به اوچت ساتي.

دا غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې د افغانستان د ماسټرانو او دوکتورانو د ټولنې له خوا د سولې خبرې او د ځوانانو لیدلوري تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

په دې پروګرام کې ګڼو ځوانانو، ښځینه وو او مخورو د سولې او اوربند په تړاو ویناوې وکړې، ګروپي کارونه یې وکړل او په پنل کې یې برخه واخیسته.

د کندهار د ځوانانو په استازولۍ ژورنالیست او ټولنیز فعال سمیع غیرتمل وویل، د سولې له روانې پروسې ښکاري چې لا هم په دې اړه نظرونه وېشلي دي.

هغه یو شمېر چارواکي او سیاسیون یاد کړل چې د سولې په اړه واحد نظر نه لري، خو د سولې د هڅو د بریا لپاره دا یوه جدي اړتیا ده.

ده وویل، د سولې په برخه کې تر دې مهاله د ځوانانو د لیدلورو پر یووالي کار نه دی شوی چې دغسې غونډې ښه فرصت دی څو د سولې په تړاو واحد نظر، یو غږ او یوه اراده وړاندې شي، له حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې سره شریک شي.

غیرتمل د سولې په روانه پروسه کې تر هر څه وړاندې پر اوربند ټینګا وکړ او ويې ویل، همد اوس د کندهار په ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي او نورو ولسوالیو کې روانو جګړو خلک سخت ځپلي، بې کوره کړي او درانه ځاني او مالي زیانونه ور اړولي دي.

ده پر ځوانانو غږ وکړ چې د همدې ځورېدلو خلکو پیاوړی غږ جوړ شي او د سولې لپاره هڅې پراخې کړی.

په کندهار کې د پیوند مدني ټولنې مشر او د سولې چارو فعال حکمت الله صلحي وویل، د کندهار ځوانان تر بل هر وخت یو دي او د جګړې بندولو او سولې لپاره لومړی غږ همدلته پورته شوی او همدا غږ به لوړ ساتي.

هغه زیاته کړه، خلک نور له جګړې ستړې دي، ان د یوې شېبې لپاره هم د جګړې زغم پاتې نه دی، په کار ده تر هر څه وړاندې اوربند وشي.

نوموړي د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ولس د سولې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

د ښځو په استازولۍ مدني فعالې زرغونې بلوڅ هم وویل چې افغانې مېرمنې په روانه جګړه کې تر ټولو لویه قرباني ورکوي او هره ورځ یې اولادونه او خاوندان وژل کېږي.

هغې تر هر څه وړاندې پر اوربند ټینګا وکړ او ویې ویل، که د جګړې ښکېلې غاړې سولې ته ژمنتیا لري نو باید د خلکو د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو امر حفیظ پوپل وویل، له بده مرغه د روانې جګړې تر ټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.

خو ده یادونه وکړه چې تر بل هر چا په خپله ځوانان کولای شي د روانې جګړې په مخنیوي کې رول ولوبوي او سولې ته کار وکړي.

ده د لوی کندهار د هغو ځوانانو یادونه وکړه چې دوه کاله مخکې د روژې په میاشت کې په سخته ګرمي کې د سولې لپاره له کندهاره تر مزاره پلی تګ وکړ.

دی وايي، د دې پر ځای چې د جګړې ښکېلې غاړې د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي او سوله وکړي، جګړه یې لا تونده کړې ده.

یوه تن دیني عالم وویل، روانه جګړه د پردیو د ګټو جګړه ده او په هیڅ توګه د اسلام نوم نه شو ورکولای، ځکه د اسلام په سپېڅلي دین کې وحشت، دهشت، وژنې او ورانونې نشته.

ده وویل، د دې هېواد هر وګړی سوله غواړي، یواځې هغوی پر جګړه ټینګار کوي چې ګټې یې په په کې نغښتې.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې دیني عالمان هم دوه ډوله دي، یو هغه چې سوله خوښوونکي دي او بل یې هغه دي چې د روانې جګړې په پروژه او ګټه کې شامل دي.

یوه بل مشر بیا وویل، عجیبه ده؛ کرونا هومره خلک نه دي مړه کړي څومره چې په دې برخه کې کمپاین کېږي او پیسې مصرفېږي خو جنګ چې هره ورځ د هر ولایت، د هرې ولسوالۍ او هر کلي خلک وژني، نه هومره کمپاین ورته کېږي او نه هومره چا جدي نیولې ده.

ده ټینګار وکړ، تر هغه چې د خلکو ذهنیتونه بدل شوي او سوله ییز شوي نه وي، د جګړې مخنیوی ګران کار دی.

 

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.