ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحماني: د ناټو غير مسوولانه وتل به د جګړې زياتېدو لامل شي

رحماني: د ناټو غير مسوولانه وتل به د جګړې زياتېدو لامل شي

author avatar
1 Mar 2021 - 14:12
رحماني: د ناټو غير مسوولانه وتل به د جګړې زياتېدو لامل شي
author avatar
1 Mar 2021 - 14:12

دوشنبه (پژواک،۱۱ کب ۹۹): د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني وايي چې که  ناټو په غير مسوولانه توګه  افغانستان پرېږدي نو جګړې به زور واخلي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د کب په ١۱مه، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين سره په ليدنه کې وکړې.

د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني په دغه ليدنه کې وویل، افغانان له يو کال راهيسې سولې ته هيله من دي، خو طالبانو تر اوسه هیڅ داسې طرحه نه ده وړاندې کړې چې د جګړو درېدو او سولې د ټینګښت سبب شي.

هغه زياته کړه، روانه جګړه د افغانستان د بربادۍ لامل شوې او د جګړې لمن ورځ په ورځ پراخیږي.

رحماني وويل، د امریکا او طالبان ترمنځ لاسلیک شوي تړون تراوسه د افغانستان سولې لپاره هیڅ ګټه نه ده کړې او که چېرې ناټو په غیر مسوولانه توګه افغانستان پرېږدي په افغانستان کې به جګړې زور واخلي.

د ولسي جرګې رييس وايي، که چېرته په افغانستان کې جګړې زور واخلي لمن به يې د منځنۍ اسیا  هېوادونو ته هم ورسیږي.

د رحماني په وينا، په افغانستان کې د جګړې درېدو او سولې راتګ لپاره سيمه ييز ملاتړ ته اړتیا ده که د سيمی هېوادونه له دغه بهير څخه ملاتړ ونه کړي سوله نه راځي.

هغه همدار راز د تاجکستان هېواد د بهرنیو چارو وزیر څخه وغوښتل چې طالبان د سولې خبرو ته و هڅوي او له ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه یې وغواړي چې نور یې ملاتړ ونه کړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین وویل چې هېواد يې له افغانستان سره ډېرې  نږدې دوستانه اړیکې لري او هيله یې څرګند کړه چې دغه اړیکې به نورې هم پیاوړې شي.

هغه هيله څرګند کړه چې ژر تر ژره په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي، ځکه د افغانستان سوله د سيمې په ټولو هېوادنو مثبت اغېز لري.

ده همدا راز وویل چې هېواد يې له افغانستان څخه په ټولو چارو کې ملاتړ کوي.

رحماني چې له يوه پارلماني پلاوي سره تاجکستان ته راغلى، پرون يې د کډوالو له استازو سره وليدل او ټاکل شوې ده، چې د دغه هېواد ولسمشر او نورو چارواکو سره هم د دواړو هېوادنو د اړیکو ټینګښت په اړه ليدنې ولري.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.