ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سوېل ختيځ زون کې ښځو ته لا هم ځيني اسلامي حقونه نه ورکول کېږي”

6 Mar 2021 - 16:52
6 Mar 2021 - 16:52

ګردېز (پژواک، ۱۶ کب ۹۹): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د بشري حقونو سيمه ييز دفتر مسوولين وايي چې د يوې سروې پايلو له مخې، د ياد زون په ولايتونو کې ښځو ته لا هم ځيني اسلامي حقونه يې نه ورکول کېږي.

د ياد کمېسيون مشر نوراحمد شهيم له پژواک سره د ځانګړو خبرو پر مهال وويل چې په پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ولايتونو کې لا هم ډېری نجونې له زده کړو محرومې دي، په خپله خوښه د نکاح حق نه لري او ميراث هم نه ورکول کېږي.

شهيم دا حالت د خواشينۍ وړ بولي او په دې برخه کې د روڼ اندو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او رسنيو پر زيات مثبت فعاليت ټينګار کوي.

نوموړي زياته کړه: “د لور لومړی حق د هغې له زېږېدو سره سم خوړل کيږي چې هغه يې پر پيدا کېدو باندې خفګان دى. پر زوی خوښي کيږي، خو پر لور نه کيږي، دا هم ناوړه چلند دی. ښځې د انسان په توګه په انساني او اسلامي قوانينو کې خپل حقونه لري.”

نوراحمد شهيم د جګړې دوام د ټولو ستونزو ريښه يادوي او وايي چې د جګړې له امله خلک په خورا ناوړه اقتصادي او ټولنيز حالت کې دي.

شهيم پژواک ته وويل: “دا اوس د پکتيا او شاوخوا ولايتونو له نيمايي زيات خلک له فقر او بېچارګي سره مخ دي، په جګړه کې مادي، مالي، ځاني، روحي او هر قسم زيان ورته رسېږي، څو چې جګړه په مسوولانه ډول پای ته ونه رسېږي، د ډېرو ستونزو حل مشکل کېږي. ”

د پکتيا د ښځو چارو، د حج او اوقافو او اطلاعات او کلتور رياستونه او په دغه ولايت کې شته مدني بنسټونه هم ياده مسئله مني او د يادې چارې يو لوی لامل په ټولنه کې حاکم ناوړه دودونه بولي.

د اطلاعات او کلتور رييس صلاح الدين سليس وايي: “تقريباً ټول خلک پر دې پوهېږي چې لوړ ولور اخيستل ښه کار نه دی، خو مشکل دا دی چې د ټولنې نخبه کسان لا هم دا پر ځان نه عملي کوي نور خو پرېږده.”

د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل وويل چې په دغه ولايت کې د تاوتريخوالي او خپلو حقونو غوښتلو په اړه د ښځو اړوند قضيې زياتې شوې او لامل يې په دې اړه د ښځو د عامه پوهاوي کچې لوړېدل او محاکمو ته مراجعه کول دي.

دغه راز د حج او اوقافو رييس قاري ګل سعيد وايي د يادو مسايلو په اړه يې خلکو ته واضح پيغامونه ورکړي، خو د ټولنيزو دودونو له امله په يادو برخو کې لازم بدلون نه دي راغلي.

مدني فعال نورولي احمدزي پژواک ته وويل چې د ټولنې روڼ اندي کسان په خپله پر يادو خبرو عمل نه کوي.

احمدزی وايي: “د پخوا پرتله بدلون راغلی، خو څومره چې بايد وای نه دی؛ ځکه چې اول خپله څوک خپلې خور او لور ته ميراث نه ورکوي او پوښتنه نه ترې کوي چې داسې هلک دی، واده ور سره کوې که نه؟ هغه ورځ يوه ملا د ولور په اړه وويل چې ښه کار نه دی، په سبا يې خپله لور په شپږ لکه افغانۍ ورکړه.”

که څه هم د لوړ ولور د کنټرول لپاره ځينې قومي تړونونه هم شوي خو د اجرايي تضمين د نشتون له امله له پلې کېدو پاتې شوي دي.

Views: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version