کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٩) : د افغانستان او ترکیې د کرنې وزارتونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د کرونې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا سند چې«د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک» په نوم یادېږي، په انقره کې د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ په وزارت کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي او د ترکیې جمهوري حکومت د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر ډاکټر بکر پاکډمیرلي ترمنځ لاسلیک شو.
سرچينې زياته کړې، په دې هوکړه لیک کې د داوړو هېوادونو ترمنځ د نباتاتو، نباتي حفظ الصحې برخې، مالدارۍ او نسل نیول، حیواني روغتیا، کب روزنه، د کرنې، اوبولګولو، څېړنې او ترویج میکانیزه کېدل او کرنیزې روزنې، د کلیو پراختیا او د خوړو صنعت شامل دي.
د افغانستان د کرنې وزیر احدي وايي، چې افغانستان او ترکیې لرغونې اړیکې لري او په دې وروستیو کې دا اړیکه سل کلنه شوه. دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې له یوبل سره همکاري لري.
هغه د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک په هکله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو وویل، چې دا هوکړه لیک د همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا په پار د دواړو هېوادونو ترمځ ښه پیل دی.
احدي زیاته کړه: « د هوکړه لیک محتوا عالي ده او زموږ پروګرام داده، چې دا هوکړه لیک په ښه ډول پلي کړو. د کرنې په وزارت کې زموږ همکاران کار کوي، چې دا هوکړه لیک په ښه ډول پلي شي.»
په دې غونډه کې د ترکیې جمهوري حکومت د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر ډاکټر بکر پاکډمیرلي وویل، چې د دواړوهېوادونو لپاره کرنه یو لوی سکټور دی او دا هوکړه لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو شریکولو په پار یو ښه پیل دی، ترڅو د یوبل له تجربو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړي.
هغه زياته کړه، چې ترکیې او افغانستان ښې او لرغونې اړیکې لري او په وروستیو څو کلونو کې ترکیه له افغانستان سره مرستې او همکارۍ کړې دي او دا هوکړه لیک کولى شي، چې له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د لازیاتو همغږیو او د کرنیزو همکاریو د زیاتوالي په پار د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو هوکړه لیک د دواړو هېوادونو د ګډ ټیم له خوا په ۱۰ مادو کې چمتو او لاسلیک شو.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن