کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٩) : په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې ډاکټره فاطمه عزيز د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې ده.
د هغې د کورنۍ غړي او د کندوز د خلکو استازي د نوموړې مړينه تاييد کړې او ويلي يې دي چې هغه د سويس په يوه روغتون کې تېره ورځ مړه شوې ده.
٤٨ کلنه ډاکټره فاطمه عزيز له تېرې څه مودې راهيسې ناروغه وه .
بلخوا ولسمشر اشرف د هغې په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني ويلي چې هغې د خپل ولايت د خلکو په رښتينې توګه خدمت کړى ده.
Views: 95
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن