ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې دویم نایب څوکۍ ته نن هم څوک بریالی نه شو

د ولسي جرګې دویم نایب څوکۍ ته نن هم څوک بریالی نه شو

author avatar
13 Mar 2021 - 15:32
د ولسي جرګې دویم نایب څوکۍ ته نن هم څوک بریالی نه شو
author avatar
13 Mar 2021 - 15:32

کابل (پژواک، ۲۳کب ۹۹): ولسي جرګه د اداري پلاوي ټاکنو په پنځمه ورځ هم د دې جرګې د دویم نایب پر انتخاب بریالۍ نه شوه او ټاکل شوې سبا د نننیو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ تازه ټاکنې ترسره شي.

د ملي شورا د ۱۷مې دورې درېیم تقنیني کال ناسته د کب په ۱۶مه پیل شوه.

د اساسى قانون په ٨٧ماده کې راغلي: ((د ملي شورا لـه دواړو جرګـو هـره يوه د كـار د دورې پـه پيـل كـې لـه خپلـو غړو يـو تـن د ریيس پـه توګه د يـــوې تقنينـــې دورې لپـــاره، دوه تنـــه د لومړي نايب او دويم نايـب او دوه تنـه د منشـي او د منشـي نايـب پـه توګـه د يو کـال لپاره انتخابوي.))

د دې مادې له مخې، تر اوسه جاوېد جیحون د لومړي نایب، کریم اتل د منشي او حجت الله خرمند د دې جرګې د نایب منشي په توګه ټاکل شوي دي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دویم نیابت څوکۍ ته (د کابل د خلکو استازي نجیب الله ناصر، د غزني د خلکو استازي شاه ګل رضايي، د بدخشان د خلکو استازي عبدالشکور واقف حیکمي او د سمنګان د خلکو استازي حیات الله سمنګاني) ترمنځ ټاکنې ترسره شوې خو هېڅ یوه یاد پوسټ ته د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې.

د ولسي جرګې لومړي نایب جاوېد جیحون چې د نننۍ ناستې مشري یې کوله، د ټاکنو پایلو له اعلان وروسته وویل، ټاکل شوې سبا د ننیو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ بیا ټاکنې ترسره شي.

د نوموړي په خبره، په نننۍ ناسته کې ۲۲۰ کسانو رایه ورکړه او هر نوماند باید د بریالیتوب لپاره ۱۱۱ رایې ترلاسه کړې وای.

جیحون وویل، په نننیو ټاکنو کې نجیب الله ناصر ۷۷ رایې، شاګل رضايي ۶۳ رایې، واقف حکیمي ۳۲ رایې او حیات الله سمنګاني ۲۸ رایې ترلاسه کړې.

د جرګې لومړي نایب وویل، د داخلي دندو د اصولو له مخې، سبا د دوو مخکښو نوماندانو (نجیب الله ناصر او شاه ګل رضايي) ترمنځ ټاکنې ترسره کېږي.

د یادونې ده، که سبا هم د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ټاکنې بې پایلې وي، بیا د هغو دوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره کېږي چې په درېیو دورکو ټاکنو کې یې ډېرې رایې درلودې.

د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو په اتمه ماده کې د اداري پلاوي د رییس او غړو د ټاکلو اړوند راغلي: ((ټاکنې درې ځلې تکرارېږي، کله چې په درېیو دورو کې هېڅ نوماندان د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړي، نو د هغو دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره کېږي چې په بېلا بېلو دورو ټاکنو کې یې تر نورو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي، وروسته هغه نوماند بریالی اعلانېږي چې د حاضرو کسانو اکثریت رایې ترلاسه کړي. هرکله چې هېڅ نوماندان د حاضرو کسانو اکثریت رایې ترلاسه نه شي کړای نو له یادو دوو نوماندانو څخه هغه کس چې ډېرې رایې لري د رد یا تایید لپاره علني رایو ته وړاندې کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې د کب د ۱۶مې او ۱۷ مې په ټاکنو کې محمد علم ایزدیا لومړی نایب، محمد اکبر ستانکزی دویم نایب، راحله دوستم منشي او فیصل سمېع د مشرانو جرګې نایب منشي وټاکل شول.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.