کابل (پژواک،۲۴کب ۹۹): د کابل پولیسو د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې د انسان تښتوونکو د څلور کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر وکړی او وايي، په دوو مواردو کې درې اختطاف شوي کسان د انسان تښتوونکو له منګلو خلاص شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل، یادو څلورو کسانو نن د کابل د ده سبز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو کس له اختطاف وروسته غوښتل اختطاف کړی کس بل ځای ته انتقال کړي چې د پولیسو له خوا له یوې نښتې وروسته د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند ګمرک سیمه کې نیول شوي دي.
فرامرز له جزئیاتو پرته وویل، اختطاف شوی کس د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص شوی دی.
د هغه په خبره، له یادو کسانو یو میل وسله، یوه پایه مخابره او یو موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
هغه دغه راز وویل، د کابل ګډ امنیتي ټېم د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په جلا هدفي عملیاتو کې دوه اختطاف شوي کسان د اختطاف کوونکو له منګولو خلاص کړي دي.
سرچینې د یادې قضیې اړوند نور جزیات ور نه کړل خو زیاته یې کړه، د یاد اختطاف عاملین هم د پولیس تر تعقیب لاندې دي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن