کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې یوه وسله واله ښځه وژل شوې ده.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ وسله والو د ارغنداب ولسوالۍ د جوی لاهور دوه لارې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ او د دواړو لورو ترمنځ جګړه رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې معلومه نه ده.
دی وايي، په سیمه کې د یوې وسله والې ښځې جسد پاتې شوی دی.
د ده په خبره، دا لومړی ځل دی چې له وسله والو د یوې ښځې چې ښايي جنګیالۍ وي، جسد د جګړې په ډګر کې پاتې کېږي.
بارکزي زیاتوي، پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې څو د وژل شوې ښځې هویت معلوم کړي.
د وژل شوې ښځې عکس چې له پژواک سره شریک شوی، په کې ښکاري چې دې ښځې د نارینه جامې اغوستې دي.
وسله والو طالبانو ویلي چې دغه پېښه په دوی پورې اړه نه لري.
قاري یوسف احمدي په یوه خپاره کړي وضاحت کې ویلي چې د ارغنداب په جوی لاهور سیمه کې د يوې ښځې وژل کېدل په طالبانو پورې اړه نه لري.
Views: 301
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن