ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندرابي: د کندهار د لويو لارو پوليس اکمال او تجهيز کيږي

اندرابي: د کندهار د لويو لارو پوليس اکمال او تجهيز کيږي

author avatar
17 Mar 2021 - 11:04
اندرابي: د کندهار د لويو لارو پوليس اکمال او تجهيز کيږي
author avatar
17 Mar 2021 - 11:04

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۹): د کورنیو چارو وزیر چې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه يې کندهار ته سفر کړی، د پولیسو د اکمال او تجهیز او د جلب او جذب د لړۍ د پراختیا ژمنه وکړه.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د کب په ٢٧مه، پژواک اژانس ته وويل، چې مسعود اندرابي پرون تر غرمې وروسته کندهار ته د امنيتي ارزونې په موخه رسېدلى دى.

هغه وايي، محمد مسعود اندرابي د خپل سفر په ترڅ کې د شپې تر ناوخته د کندهار له والي، امنیه قوماندان، د حوزو له امرینو او نورو مسوولینو سره ناستې اولیدنې درلودې.

نوموړي د کندهار له والي سره په لیدنه کې وویل چې دې ولایت ته یې د سفر موخه د عمومي امنیتي وضعیت ارزونه ده.

ده زیاته کړه، د لویو لارو پر سر پرتې امنیتي پوستې به اکمال او تجهیز شي او د پولیسو لیکو ته د جلب او جذب لړۍ به چټکه شي.

نوموړي دغه راز د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د کندهار والي روح الله خانزاده وویل، د ملکي او نظامي ادارو تر منځ بشپږه همغږي شته چې له مخې يې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت او خدماتو رسولو چارې روانې دي.

هغه زیاته کړه، له امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د ملاتړ کچه لوړه ده چې پر بنسټ یې په ولسوالیو کې روان عملیات بریالي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د عامه امن او نظم پر ټینګښت، د قانون پر تطبیق، د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

دغه راز د کورنیو چارو وزیر د کندهار له امنیه قوماندان سره یو ځای د کندهار ښار له لومړۍ او پنځمې امنیتي حوزو لیدنه وکړه.

نوموړي د کندهار د پولیسو ستونزو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ خو له اړوندو نظامي مسوولینو یې وغوښتل چې د عامه نظم د ټینګښت او جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې فعالیت لا ډېر کړي.

په ورته توګه نوموړي تېره شپه په منډیګک ماڼۍ کې د امنیې قوماندانۍ د بېلابېلو څانګو له مسوولینو او امرینو سره په ځانګړې ناسته کې ګډون وکړ.

اندرابي د امنیت او عدالت په برخه کې د پولیسو د قربانیو ستاینه وکړه او پولیس یې له خلکو سره ښه چلند ته راوبلل.

کندهار ته د وزیر له سفر سره هم مهاله د پولیسو په لیکو کې د ځینو بدلونونو خبرې کېږي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولایت د امنیتي وضعیت د لا سمون په موخه تر دې مهاله د درېیو ولسوالیو او د ښار د یوې امنیتي حوزې لپاره نوي قوماندانان په دندو ګومال شوي دي.

ده زیاته کړه، د نوو ګومارنو له مخې سمونیار نصرالله علیزی د ډنډ ولسوالۍ، سمونیار محمد بصیر د ژېړۍ ولسوالۍ او سمونیار معصوم خان قادري د خاکرېز ولسوالۍ امنیه قوماندانان ټاکل شوي دي.

دی وايي، دغه راز څارمن هاشم خان چې مخکې یې په ژېړۍ ولسوالۍ کې دنده لرله، د کندهار ښار د ۳مې امنیتي حوزې د امر په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې ده چې د کورنیو چارو وزیر په تېرو پنځو میاشتو کې وروسته له هغه چې په ارغنداب، ژېړۍ، ډنډ او پنجوايي ولسوالیو کې جګړې پيل شوې او ځینې ساحې وسله والو ونیولې، درې څلور ځله کندهار ته سفر کړی دی.

نوموړی دا ځل هم په داسې حال کې کندهار ته سفر کوي چې لا هم په یادو شوو ولسوالیو کې جګړې روانې دي او تر دې مهاله یادې شوې ولسوالۍ له وسله والو نه دي پاکې شوي.

Views: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.