کابل (پژواک، ٢ ورى ١٤٠٠) : ولسمشر اشرف غني د بزګر ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې افغانستان بايد په بېلابېلو برخو کې د کرنې د منظمو برنامو په لرلو سره پر ځان بسيا شي او شته ظرفيتونو ته په پام ورځنۍ اړتياوې دې له ګاونډيو هېوادونو تامين شي.
له ارګ څخه د وري په ٢مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د بزګر ورځې په مناسبت ټولو کروندګرو ته مبارکي ورکړې ده.
هغه زياته کړې، له نېکه مرغه د افغانستان خاوره ، اوبه او هوا د کرنې لپاره ډېره مناسبه ده، د اوبو مديريت، د کانالونو او بندونو جوړول د نوي کال له لومړيتوبونو څخه دي.
ولسمشر غني ويلي : (( موږ به ژر کمال خان بند چې د کرنې وده او اوبو لګولو کې مهم رول لري، پرانيزو. د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د اوبو کانالونو او د کرنې زېربناوو پر جوړولو کار جريان لري.))
د نوموړي په وينا، همدا راز د ګرانو بزګرو د ملاتړ په موخه د بازار موندنې او د مناسب داخلي او بهرني مارکېټ په برخو کې منظمې برنامې لري.
اشرف غني زياته کړې، دا برنامې د دې لامل شوي چې د بزګرو محصولات په وړ بيه او مناسب وخت مارکېټ او بازار ته وړاندې شي. همداراز د هېواد په داخل کې د جوړو شويو سړو خونو او پروسس فابريکو ملاتړ لا پياوړى کېږي.
ولسمشر غني ويلي، په تېرو څو کلونو کې د هېواد له هوايي ډګرونو څخه د محصولاتو د صادراتو لپاره ښه استفاده شوې او دې ته به پراختيا ورکړل شي.
ده زياته کړه، په بېلا بېلو ولايتونو کې د کرنيزو نندارتونونو جوړولو سره به د کروندګرو د محصلاتو صادراتو او خرڅلاو ته پراختيا ورکول کېږي.
د هغه په وينا، افغانستان بايد په بېلابېلو برخو کې د کرنې د منظمو برنامو په لرلو سره پر ځان بسيا شي. موجوده ظرفيتونو ته په پام اړتيا نشته چې دغه اړتياوې دې له ګاونډيو هېوادونو تامين شي.
ده زياته کړې، د هېواد د کرنې ميکانېزه کول، د اسانتياوو په موخه له نويو وسايلو استفاده او همداراز د اوبو د ضايع کېدو مخنيوی د کرنې د پراختيا لپاره اړين دی.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن