ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ارغستان پر ولسوالۍ موټربم او ډله ييز بريد شوى

د کندهار ارغستان پر ولسوالۍ موټربم او ډله ييز بريد شوى

author avatar
27 Mar 2021 - 14:36
د کندهار ارغستان پر ولسوالۍ موټربم او ډله ييز بريد شوى
author avatar
27 Mar 2021 - 14:36

کندهار (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۰): د کندهار د ارغستان ولسوالۍ پر مرکز وسله والو دوه چاودنې کړې او وروسته د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا یوولس بجې د کيندل شوي تونل په وسیله شوې او دویمه چاودنه یو ساعت مخکې له چاودېدونکو توکو د ډک تراکتور په وسیله شوې ده.

د کندهار امنیې قوماندانۍ د امنیت امر غورځنګ اپریدی وايي، په ارغستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

دی وايي، جګړه له هغه وروسته پيل شوه چې وسله والو نن لومړی یوه کیندل شوي تونل ته چاودنه ورکړه او بیا یې د هاموې موټر په وسیله چاودنه وکړه.

د ده په خبره، په ولسوالۍ کې مېشت کومانډو ځواکونه او پولیس له وسله والو سره په جګړه بوخت دي او مرستې ته یې هوايي ځواک هم رسېدلی دی.

خو د ارغستان یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو د ولسوالۍ پر ودانۍ د تراکتور په ټېله کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو په وسیله چاودنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، د چاودنې له امله ۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي او جګړه په شدت روانه ده.

وسله والو طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي يې دي چې په بریدونو کې یې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ارغستان ولسوالي چې د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده، له تېرې څه مودې راهیسې په کې د وسله والو له خوا بریدونه او جګړې پیل شوي دي.

څو میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو دې ولسوالۍ ته غځېدلی پوخ سړک او تر ۲۰ ډېر پلونه پر ماینونه ویجاړ کړل.

دغه راز په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکې یوه انتن هم ویجاړ کړ چې له امله یې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات په ټپه درېدلي دي.

یاده سرچینې وايي چې وسله والو د پرله پسې جګړو او بریدونو په پایله کې د دې ولسوالۍ تر مرکز پورې رسېدلي او جګړه روانه ده.

Views: 222

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.