ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ټاکنیزو کمېسیونونو کې دې اصلاحات راشي او په چارو کې دې خپلواک شي”

“ټاکنیزو کمېسیونونو کې دې اصلاحات راشي او په چارو کې دې خپلواک شي”

author avatar
7 Apr 2021 - 18:20
“ټاکنیزو کمېسیونونو کې دې اصلاحات راشي او په چارو کې دې خپلواک شي”
author avatar
7 Apr 2021 - 18:20

کابل (پژواک، ۱٨ وری ۱۴۰۰): ټاکنيز بنسټونه د ټاکنو په کمېسيونونو کې د اصلاحاتو پر راوستو ټينګار کوي او وايي، دغه کمېسيونونه بايد په خپلو چارو او تصميم نيونو کې خپلواک وي.

د ټاکنيزو بنسټونو (فيفا او تيفا) او د مدني ټولنو استازو ترمنځ د وري په ١٨مه په کابل کې د ټاکنو قانون طرحې په اړه مشورتي ناسته جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د فيفا برنامو مسوول امید نورزي وويل، که څه هم چې د ټاکنو کمېسيون د چارو ترسره کولو لپاره ډېره بودجه لګوي خو کار يې خلکو ته د قناعت وړ نه دى.

هغه وايي چې د ټاکنو په کمېسيون کې بايد اصلاحات رامنځته شي او له هغه وروسته د ټاکنو ترسره کولو لپاره چمتووالى ونيول شي.

دى زياتوي: ((په داسې حالاتو کې د ټاکنو ترسره کول لويه تېروتنه ده، اول بايد اصلاحات راشي.))

نوموړى دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو چې که چېرې له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه کومې پايلې ته ورسېدل، نو ډېر ژر به د ټاکنو ترسره کولو لپاره زمينه برابره کړي.

خو نوروزي وايي چې د افغانستان امنيتي او اقتصادي وضعيت ته په کتو سره په لنډ وخت کې د ټاکنو ترسره کول ممکن نه دي.

دغه راز په دې ناسته کې د تيفا غړې صغرا سادات وويل چې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د اصلاحاتو راوستو ترڅنګ بايد په ټولو چارو کې د تصميم نيونې صلاحيت هم ورکړل شي.

هغې زیاته کړه چې ټاکنيزو جرايمو ته د رسېدنې په موخه بايد يوه ځانګړې محکمه هم جوړه شي.

سادات وړانديز وکړ چې د ټاکنو په اړه د سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او نورو بنسټونو طرحې له عدليې وزارت سره شته، له ټولو دې مهم ټکي را واخلي او د ټاکنو په قانون کې دې ځاى پر ځاى کړي.

همدارنګه په دې ناسته کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون استازي محمد قاسم الياس وويل چې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې پوره اصلاحات رامنځته شوي او د کارکوونکو ظرفيت يې هم لوړ شوى دى.

هغه وايي چې دا مهال د ټاکنو ٩٩ سلنه چارې خپله افغانان ترسره کوي او يواځې په ځينو برخو کې بهرنيان مشورې ورکوي.

خو الياس وايي چې د ټاکنو د بودجې په برخه کې ټاکنيز کمېسيونونه خپلواک نه دي، حکومت بايد دغه واک ورکړي.

په افغانستان کې يو ځل بيا داسې مهال د ټاکنو ترسره کېدو خبرې کېږي چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې او د افغانستان اساسي قانون له مخې، پنځه کاله وروسته بايد بيا ټاکنې ترسره شي

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.