ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماشومانو لپاره د لسو چاپ شوو اثارو مخکتنه وشوه

د ماشومانو لپاره د لسو چاپ شوو اثارو مخکتنه وشوه

author avatar
11 Apr 2021 - 18:21
د ماشومانو لپاره د لسو چاپ شوو اثارو مخکتنه وشوه
author avatar
11 Apr 2021 - 18:21

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۰): د مصور بنسټ له خوا د ماشومانو لپاره د لسو چاپ کړو اثارو مخکتنه نن په علومو اکاډمي کې ترسره شوه.
په دغو کتابونو کې ۸ د کيسو او ۲ شعري مجموعې دي. دوه يې ژباړل شوي او اته نور يې پنځول شوي دي. د دې رنګه اثارو ليکوال ۹ يې ښځې او يو یې نارینه دی.
د دې کتابونونو نومونه دا دي:
توره سپوږمۍ، ښاپېرۍ او غاټول، پښتو الفبا، شتمنې پیشوګانې بنجاره، بلمنګه ګیدړه، مرغۍ او لمرګلی، ورو او ستوری، شهزاده او خیاط او شنه پاڼه او سره مماڼه.
د يادو کتابونو مخکتنې غونډه «د مصور بنسټ د راتلونکو پروګرامونو او نوو کتابونو پرانیست غونډه» تر سرليک لاندې د مصور بنسټ له خوا د علومو اکاډمي په همکارۍ جوړه شوه.
د علومو اکاډمي عمومي ريیس څېړنپوه ډاکتر عبدالظاهر شکیب وویل، د یوې ټولنې یا هېواد راتلونکي سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز مسوولیتونه او د ژوندانه نورې چارې به د اوسنیو ماشومانو د پوهې په مرسته رهبري کېږي او د پرمختګ پړاوونه به وهي؛ یعنې په حقیقت کې د یوې ټولنې نېکمرغي او روښانه مستقبل به اوسني ماشومان جوړوي.
ده زیاته کړه، اوسني ماشومان که د سبانۍ نړۍ او ټولنې لپاره د ټولنې له حالاتو، غوښتنو او شرایطو سره سم ونه روزل شي، راتلونکی ټولنیز نظام به له ډېرو ګډوډیو سره مخامخ وي. د اوسنۍ نړۍ د پرمختللو ټولنو وګړي د خپلو ماشومانو د راتلونکي ژوند د ښه والی لپاره په بېلابېلو برخو کی په ډېره لېوالتیا منظمې او سیستماتیکې هڅې کوي، په دغو هڅو کې یو هم د وخت او مهال له شرایطو سره سم خپلو ماشومانو ته د هغوی له خوښې او سویې سره برابر د نظمي او نثري ادبیاتو پنځول دي. له دې کار سره یې نه یواځې دا چې د خپلو ژبو ادبي پانګه بډایه کړې ده، بلکې خپلو ماشومانو ته یې د معلوماتو د لېږدولو، مطالعې او تفریح ښې ادبي زمینې برابرې کړې دي.
د مصور بنسټ په استازولۍ استاد امیر جان احمدزي د مصور بنسټ پر تاریخي بهیر رڼا واچوله او ویې ویل، مصور بنسټ په ۱۳۸۶هـ. ش کال په کابل کې جوړ شو چې په لومړي ځل يې ۲۰ عنوانه کتاب د ماشومانو د ادب په برخه کې چاپ کړل.
د ده په خبره، تر اوسه دغه بنسټ ۶۷ عنوانه کتابونه د ماشومانو د ادب په اړه چاپ کړي چې په دې کتابونو کې ژباړې او د افغاني لیکوالانو اثار شامل دي.
د مصور بنسټ په اړه لنډ پریزنټېشن د دغه بنسټ د اوسنۍ مشرې شفیقې خپلواک له خوا وړاندې شو چې په کې د بنسټ کړنې په درېیو مهمو برخو وېشلې وې چې لومړی یې د ماشوم ادبیات دي چې په همدې برخه کې کتابونه چاپوي او هم به ماشومان هڅول کېږي چې په خپله دوی ماشومانو ته کتابونه ليکي؛ دویم یې د ماشومانو د حقونو او روزنې په اړه عامه پوهاوی دی چې په دې برخه کې به روزنيز ورکشاپونه جوړوي او درېیم یې ماشومانو ته د زده کړې او تعلیم فرصتونه رامنځ ته کول دي، خاصتاً د يتيمو ماشومانو لپاره به سکالرشيپونه برابروي.
د جمهور رييس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر وویل، د ماشومانو لپاره کتابونه ليکل سخت کار دی او څوک چې د ماشومانو لپاره کتابونه ليکي، ارزښتمن او مهم کار کوي؛ ځکه هغه ليکنه ارزښتمنه وي چې ډېر مخاطبين ولري او زموږ په هېواد افغانستان کې د ماشومانو نفوس کابو ۱۵ ميليونو ته رسېږي.
ده زياته کړه، د ماشومانو لپاره بايد ادبیات تخلیق شي، که چېرې غواړئ ماشومان مو ذهین شي، نو پر ماشومانو ادبي کتابونه ولولئ چې په دې سره نه يواځې د هغوی ذوق خړوبېږي، د سواد او پوهې کچه يې هم ورسره لوړېږي.
د ماشومانو لپاره بايد داسې کتابونه وليکل شي چې پر هغوی بار زيات نه شي او هم هغوی ته په کتابونو کې د اخلاقي مسايلو په اړه مثالونه او مصدقونه د تېر په پرتله بدل وړاندې شي.
نوموړي علومو اکاډمي ته وړانديز وکړ، په نصاب کې چې د ماشومانو لپاره کوم کتابونه کښل شوي، پر هغو دې څېړنه وکړي او نيمګړتياوې دې يې په ډاګه کړي، څو په راتلونکي کې ورته توجه وشي.
د غضنفر په ټکو، د مصور بنسټ د چاپ شوو کتابونو یو ښه والی دا دی چې پر ماشومانو ډېر بار نه دی ایښودل شوی.
ورپسې د افغانستان پخواني جمهور رييس حامد کرزي د ټيلېفون له لارې خپل پیغام د غونډو ګډونوالو ته واوراوه او د مصور بنسټ چارو د ستايلو ترڅنګ يې وويل، د ماشومانو لپاره لیکنې کول په اصل کې د هېواد راتلونکي ته کار کول دي. د روښانه راتلونکي لپاره باید د ماشومانو ادب ته په ښه توګه کار وشي.
وروسته ماشومې ليکوالې ملالۍ وقار چې ماشومانو ته یې کتاب هم لیکلی، له مصور بنسټ څخه د مننې کولو ترڅنګ چې کتاب يې ورته چاپ کړی، وايي، فکر يې نه کاوه چې د هغې کتاب دې چاپ شي. که جګړه نه وای او سوله وای، افغان ماشومانو به لوړ او عالي کارونه کړي وای.
دغه راز استاد اجمل ښکلي د نصاب پر کتابونو د نيوکې کولو ترڅنګ چې ماشومانو ته يې سخت مفاهيم په خپلو کتابونو کې ليکلي، وړانديز وکړ چې ماشومانو ته دې د هغوی له چاپېريال سره سم کتابونه او مفاهيم وړاندې شي. په نوره نړۍ کې چې د ماشومانو لپاره ادبیات ايجاديږي، د هغوی عمر په نظر کې ساتي؛ ځکه د دوی له جسمي ودې سره د هغوی روان هم وده کوي.
د غونډې د پای په شېبو کې مینا نظري (په پښتو فولکلور کې د ماشومانو ونډه) او نعیمې غني (ماشومانو ته د کار په مخکې پرتې ستونزې او څه کېدلې شي؟) مقالې ولوستې.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.