ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: له وتلو وروسته د افغانستان د څارنې بشپړه وړتیا لرو

21 May 2021 - 22:16
21 May 2021 - 22:16

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۰) :  د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته ددغه هیواد ګاونډیانو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

خلیلزاد دا څرګندونې پرون د امریکا د کانګرس د ملي امنیت جرګه ګۍ په یوې استماعیه غونډه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو ویلي، چې ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي.​

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، په دغه استماعیه غونډه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په دې پریکړې غور وشو چې ټول امریکايي عسکر دې د سپتمبر تر ۱۱ پورې له افغانستان څخه ووځي.

د کانګرس یو شمیر غړیو د هغو اندېښنو په هکله له خلیلزاد څخه سپیناوی وغوښت چې د افغانستان څخه د عسکرو د وتلو وروسته د امریکا ملي امنیت او د سیمې ثبات ته ګواښ رامنځ ته کوي.

خلیلزاد وویل چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته «د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي، څو وکړای شو چې د ترهګرو د راتلونکو فعالیتونو په برخه کې د افغانستان د وضعیت په څارنه او پر ترهګرۍ د راتلونکو بریدونو د قابلېت په اړه زیاته همکاري وکړي.»

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر فرانک مک‌کینزي هم منځني ختیځ ته د سفر پر مهال ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د څارنې او پر ضد یې د مبارزې د څرنګوالي په اړه یې خپل وړاندیز د امریکا دفاع وزیر ته سپاري.

د امریکا د کانګرس غړي په دې باور دي چې په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره کم وخت پاتې دی، نو څنګه امکان لري چې د افغانستان له ګاونډیانو سره دې د راتلونکي وضعیت د څارنې لپاره توافق وشي.

خلیلزاد وایي چې په دې هکله کار روان دی «د تروریستي تهدیداتو ټیتې کچې ته په کتو سره موږ په داسې موقعیت کې یو چې کولای شو په کافي اندازه څارنه وکړو او کافی ځواب ورکړو.»

د هند او پاسېفیک په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست معین ډیویډ هیلوي، چې هغه هم په دغه استماعیه کې حاضر و، وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو سره به «مونږ دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړو چې افغانستان سولې ته ورسیږي.

زلمي خلیلزاد خپله څو ورځې مخکنۍ خبره یو ځل بیا د کانګرس په استماعیه غونډه کې تکرار کړه چې طالبان دوه انتخابه لري: یوه د مذاکراتو لار چې د سولې لامل کیږي او بله د پوځي لارې واک ترلاسه کول دي چې پدې صورت کې به هغوی منزوي کړای شی ، سیمه ییز او نړیوال بندیزونه به پرې ولګول شي او « مونږ او زمونږ متحدین به د افغانستان دامنیتی ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

خلیلزاد وايي چې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د نړیوالې اجماع پر جوړولو بوخت دی او په دې وروستیو کې یې له روسیې، چین، پاکستان او اروپايي متحدینو سره کتلي دي.

 

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version