ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیمه ییزې سرچینې: طالبانو د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ نیولې ده

21 May 2021 - 13:15
21 May 2021 - 13:15

کابل (پژواک،۳۱غویی ۱۴۰۰): د میدان وردګو ځینې مسوولین او خلک وایي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت جلریز ولسوالۍ نیولې، خو امنیتي سرچینو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک پژواک اژانس ته وویل چې طالبانو نن د جلریز ولسوالۍ نیولې ده .

هغه د ولسوالۍ د سقوط لامل په یادې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته د مرستې نه رسېدل یاد کړ.

دغه راز په میدان وردګو کې یوې بلې سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وویل چې له پنځو ورځو کلابندۍ وروسته نن د غویي په ۳۱مه وسله والو طالبانو د جلریز ولسوالۍ ونیوله.

هغه په دې اړه نور جزییات ور نه کړل خو ویې ویل چې له پنځو روځو راهیسې دغه ولسوالې وسله والو طالبانو محاصره کړې وه ، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه.

د رحیم الله عاطفي په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل وسله والو طالبانو دغه ولسوالي نیولې او ځینو ادارو ته یې اور اچولی دی.

نوموړي زیاته کړه د دې ترڅنګ چې تېره شپه پرطالبانو ځمکني او هوایي عملیات ترسره شول خو نن سهار یې دغه ولسوالي ونیوله .

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي مهدي راسخ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې جلریز ولسوالي طالبانو نیولې او طالبانو هغه ۳۷امنیتي سرتېري هم نیولي چې له څو ورځو راهیسې محاصره وو.

هغه ادعا کړې، له پنځو ورځو راهیسې چې دغه ولسوالۍ کلابند وه هیڅ مرسته ور ونه رسېده.

جلریز ولسوالۍ د کابل- بامیانو پرلویه لار پرته ده .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: (( نن زموږ مجاهدینو د جلریز ولسوالۍ او امنیه قوماندني له ټولو ملحقاتو سره نیولې ده .))

مجاهد ادعا کړې چې یو ټانک، درې رېنجرې او یوه اندازه وسله او مهمات دوی ته په لاس ورغلي دي.

د میدان وردګو ولایت امنیتي مسوولینو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې له دې مخکې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ هم وسله والو طالبانو نیولې او تراوسه یې په کنټرول کې ده.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version