ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار شريف کې د پښتو، دري او ازبيکي ژبو د سولې مشاعره جوړه شوه

مزار شريف کې د پښتو، دري او ازبيکي ژبو د سولې مشاعره جوړه شوه

author avatar
25 May 2021 - 18:25
مزار شريف کې د پښتو، دري او ازبيکي ژبو د سولې مشاعره جوړه شوه
author avatar
25 May 2021 - 18:25

مزارشريف ( پژواک، ۴غبرګولی ۱۴۰۰) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې (يو غږ د سولې لپاره) په نوم رقابتي مشاعره جوړه شوه.

په دغې مشاعرې کې د پښتو، دري او ازبيکي ژبو شاوخوا ۶۰ شعرونه سيالۍ ته وړاندې شوي وو، چې په پايله کې يې پنځه غوره شعرونه انتخاب او شاعرانو ته يې ډالۍ ورکړل شوې.

ياده مشاعره د افغان ځوانانو ملي غورځنګ له خوا جوړه شوې وه.

د دغه غورځنګ مسوول نجيب الله سمون پژواک ته وويل، موخه يې دا ده چې شاعران تشويق کړي څو د خپلو شعرونو له لارې د سولې ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

نوموړی وايي چې هنر او شعر د ټولنيزې سولې په ترويج کې مهم رول لري.

د هغه په خبره، د سياسي سولې تر څنګ خلک اړتيا لري، چې په خپل منځ کې يو بل ته لاسونه ورکړي او شته څه نا څه اختلافات له منځه يوسي.

سمون وايي، دوی له دې وړاندې د هېواد په ۱۳ ولايتونو کې ورته مشاعرې جوړې کړي او پلان لري چې دغه لړۍ نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

د هغه په وينا، وروستۍ غونډه به يې په کابل کې وي؛ چې د هېواد د نږدې ټولو ولايتونو غوره شاعرانو ته به بلنه ورکړي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر عطامحمد ساهو پژواک ته وويل چې په مشترک ډول د شعرونو ويلو او اورېدلو له لارې مينه او عاطفه يو بل ته انتقالېږي.

هغه زياته کړه، بلخ کې د پښتو، دري او زبيکي ژبو شعرونو نږدې ټولو سوله ييز پيغام درلود او له جنګه په۹ کې کرکه ښودل شوې وه.

د ساهو په خبره، عام افغانان بايد يواځې دولت ته ونه ګوري، چې ګني هغوی به ورته سوله راولي، بلکې خپله دې هم د خلکو تر منځ د يووالي ټينګښت لپاره کار وکړي.

نوموړي وويل: (( ټولنيزه سوله هغه مهال راتلی شي، چې موږ يو بل وزغموو، د يو او بل خبرې واورو او په مشترکاتو باندې توافق وکړو)).

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر وويل چې افغانان نور له جنګه ستړي دي او د جنګ له ښکېلو اړخونو د سولې او اوربند غوښتنه کوي.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکې او شاعره مليحه ساپۍ چې په دغه مشاعره کې يې ګډونوالو ته خپل شعر ور واوروه وايي، وروستيو ناخوالو او جګړو يې پر شعر ناوړه اغېزه کړې ده.

د هغې په وينا، د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی او حکومت او طالبان بايد پر اوربند او تلپاتې سولې توافق وکړي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.