کابل (پژواک، ٥ غويى ١٤٠٠) : د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ د امنيه قوماندان ورور د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې وژل شوى دى.
دغه پېښه پرون مازيګر د بګرامي ولسوالۍ اړونده د بتخاک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو په ياده سيمه کې پر يوه موټر ډزې کړې دي، يو تن يې وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
هغه د وژل شوي او ټپيانو هويت په ډاګه نه کړ.
خو د منور مبارز په نوم يوتن په فيسبوک کې ليکلي چې وژل شوى تن اول خان نومېده او د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ د امنيه قوماندان ورور و.
سرچينې زياته کړې چې هغه په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم و.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلی.
Views: 497
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن