ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالرحيمزى: په کابل کې د استراليا سفارت تړلو سوداګر اندېښمن کړي

عبدالرحيمزى: په کابل کې د استراليا سفارت تړلو سوداګر اندېښمن کړي

author avatar
29 May 2021 - 16:03
عبدالرحيمزى: په کابل کې د استراليا سفارت تړلو سوداګر اندېښمن کړي
author avatar
29 May 2021 - 16:03

کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ١٤٠٠) : د افغانستان او استراليا د سوداګرۍ او پانکونې ګډې خونې د استراليا له حکومت څخه وغوښتل چې په کابل کې دې د خپل سفارت تړلو په اړه بيا فکر وکړي.

د استراليا حکومت د امنيتي ملحوظاتو له امله پرون د جمعې په ورځ په افغانستان کې خپل سفارت د لنډمهاله لپاره وتاړه.

د افغانستان او استراليا د سوداګرۍ او پانکونې ګډې خونې بنسټګر او د مديره پلاوي مشر اجمل حميد عبدالرحیمزي د غبرګولي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سفارتونو شتون او فعالیت د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو او پانګونې د اسانتیا اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي؛ نو له همدې امله دغه پرېکړه د سوداګرو د اندېښنې لامل ګرځېدلې ده.

د عبدالرحيمزي په وينا، افغانستان او استرالیا له څو لسیزو راهيسې د ښو ديپلوماټیکو اړیکو تر څنګ، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې هم تاریخي مخینه لري.

هغه زياته کړه: « موږ د استرالیا حکومت د بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې له همکاریو څخه د مننې تر څنګ له دوی څخه په درنښت هیله کوو چې په دغې برخه کې دې بیا ځل فکر وکړي تر څو په افغانستان کې د یاد هېواد سفارت تړله له امله د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور اندېښنه په پام کې ونيسي. »

عبدالرحیمزی وايي، اقتصاد محوره بهرنی سیاست، د هېوادونو تر منځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

د افغانستان-استرالیا د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې (AACCI) له ۲۰۲۰ کال راهيسې په دواړو هېوادونو کې د قانوني پړاوونو له ترسره کولو څخه وروسته رسما خپل فعالیت د اړیکو د پیاوړتیا، د خصوصي سکټور  ملاتړ او د پانګونې د هڅونې په موخه پیل کړی دی.

Views: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.