ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: حکومت د کرونا درېیمې څپې د مهارولو لپاره بشپړ چمتوالی لري

30 May 2021 - 17:22
30 May 2021 - 17:22

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۰): ولسمشر غني وايي، حکومت د کرونا درېیمې څپې د مهارولو لپاره بشپړ تیاری لري او د درملو او طبي تجهیزاتو کموالي په اړه د عامې روغتیا وزارت وړاندیز ته بېړنۍ رسېدنه کېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني  نن  غرمه د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره په غونډه کې د کرونا درېیمې څپې د مهارولو لپاره د حکومت په تیاریو د بحث پر مهال د هغوی پلان واورېده.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د منابعو مدیریت، راتلونکو اقداماتو، د همغږۍ زیاتوالي او د محدودیتونو تشخیص لپاره د عامې روغتیا وزارت د راپور ارزونې پر مهال وویل، حکومت د درېیمې څپې مهارولو لپاره بشپړ تیاری لري او بین المللي روغتیایي بنسټونه دې د اغېزناکې همکارۍ په موخه له افغانستان سره خپلې ژمنې په بشپړ ډول پلې کړي.

سرچينې کاږي، د عامې روغتیا وزارت سرپرست او اړوندو مسوولینو د کرونا وبا د درېیمې څپې د مهارولو لپاره د تیاري راپور وړاندې کړ ویې ویل، د تېرو دوو څپو له تجربو څخه په استفادې په سیستم کې کافي ظرفیت رامنځته شوی او د پي سي ار یا  د کرونا ټېسټ ظرفیت لوړولو او ناروغانو ته پر وخت د اکسیجن برابرولو لپاره منظم پلان ترتیب شوی دی.

اشرف غني ويلي، د درملو او طبي تجهیزاتو کموالي په اړه د عامې روغتیا وزارت وړاندیز ته عاجل رسیدګي کېږي. د خلکو د واضح عامه پوهاوي ترڅنګ دې له منابعو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره ولایتي ادارې لا منسجمې او مسوولیتونه واضح شي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا درېيمه څپه عملاً په هېواد کې پیل شوې چې د دې ناروغي له پیله تراوسه پورې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۷١٦٩٠ ته رسېدلی دی. يواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٩٢٩ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٢٥ کسان يې له امله مړه شوي دي.

 

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version