ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محقق: يو شمېر ترهګر د بډو ورکولو په بدل کې خوشې کیږي

محقق: يو شمېر ترهګر د بډو ورکولو په بدل کې خوشې کیږي

author avatar
2 Jun 2021 - 16:51
محقق: يو شمېر ترهګر د بډو ورکولو په بدل کې خوشې کیږي
author avatar
2 Jun 2021 - 16:51

کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ١٤٠٠): په سياسي او امنيتي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد محقق وايي، د ډېرو هغو بريدونو عاملين چې ملکي وګړي په کې وژل شوي د حکومت د بښنې او يا هم د بډو ورکولو په بدل کې ازاد شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال محمد علم ايزديار د زوى سالم ايزديار د څلورم تلين په ياد غونډه کې وکړې.

محقق وايي چې ملکي وګړي د هغو کسانو له لوري وژل کيږي که و هم نيول شي سبا بيا د حکومت د بښنې او ياهم د بډو ورکولو په بدل کې ازاديږي.

د نوموړي په وينا، طالبان او يو شمېر بهرني هېوادونه له حکومت څخه غوښتنه کوي، هغه کسان له زندانونو ازاد کړي چې زرګونه بې ګناه افغانان يې وژلي دي.

هغه دا هم وويل چې حکومت د قانون په پلي کولو او د روانو چاودنو په مخنيوي کې پاتې راغلى دى.

نوموړي د حکومت پر خپلواکۍ هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې په چارو کې خپلواک نه دى او بهرنيان يې په چارو کې لاسوهنې کوي.

دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبد الله عبد الله د هېواد د ښې راتلوونکې په موخه د افغانانو پر يوالي ټينګار وکړ او ويې ويل چې له يوالي پرته به افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

نوموړي وويل چې حکومت بايد د ټولو وژل شويو کسانو دوسيو ته رسېدنه وکړي او قانون او عدالت بايد پلى کړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد عالم ایزدیار پر حکومت  نيوکه وکړه چې د زوى قاتلين يې تر اوسه د خپلو اعمالو په سزا نه دي رسول شوي.

ايزديار تور پورې کړ چې حکومتي مسوولين يې هم د زوى په وژلو کې لاس لري خو زياتوي چې عدالت بايد سل په سلو کې پلى شي.

د يادونې ده چې چې سالم ایزدیار څلور کاله وړاندې د يوه لاریون پر مهال د افغان سرتېرو په ډزو کې ووژل شو.

Views: 132

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.