ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د شپږمې ناحيې په چاودنه کې څلور تنه ووژل شول

د کابل ښار د شپږمې ناحيې په چاودنه کې څلور تنه ووژل شول

author avatar
3 Jun 2021 - 19:58
د کابل ښار د شپږمې ناحيې په چاودنه کې څلور تنه ووژل شول
author avatar
3 Jun 2021 - 19:58

کابل (پژواک ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د کابل پولیس وايي، د کابل ښار په پل سوخته سيمه کې پر يوه ټونس موټر چاودنه شوې چې لږ تر لږه نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنه نن ماښام کابو ۷ بجې د شپږمې ناحيې اړوند د پل سوخته سيمې د عبدالعلي مزاري څلور سره نږدې شوې ده.

ده زياته کړې، له دې پېښې څخه څلور جسدونه او پنځه ټپیان روغتون ته وړل شوي د؟ي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو سراچه موټر چې له ټونس سره نږدې و، هم اور اخیستی دی.

د دغې چاودنې مسوولیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.

نن ماسپښین هم د شپږمې ناحیې د چهاردهي د چهار قلعه پر عمومي سړک پر یوه شخصي ټونس موټر د ماین چاودنه شوې وه چې څلور تنه په کې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

دوه ورځې مخکې د کابل د درېیمې حوزې اړوند پر دوو لیني کاسټرو موټرو د دوو چاودنو له امله ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان وو.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.