ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا ولایت مرستیال محمد ابراهمیم کټوازی په کابل کې نیول شوی

9 Jun 2021 - 16:15
9 Jun 2021 - 16:15

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت له جزییاتو پرته وایي چې د پکتیکا ولایت مرستیال محمد ابراهیم کټوازی په کابل کې نیول شوی؛ خو د ځینو سرچینو معلومات ښيي چې کټوازی د قتل په تور نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین له نورو جزییاتو پرته وویل چې کټوازی د کابل پولیسو له خوا نیول شوی او تر پلټنو لاندې دی.

نوموړي وویل چې په دې اړه تراوسه نور جزییات نه لري.

خو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل چې کټوازی د هغې عریضې او شکایت له مخې چې له نوموړي څخه شوی، تېره ورځ د کابل ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو د مخکني رییس او غلام رحمان همدر د پلار، غلام حیدر په عریضه کې چې کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا ته لیکل شوې او کاپي یې پژواک ته رسېدلې؛ ادعا شوې چې غلام رحمان همدرد د ۱۳۹۸ کال د غویي په ۱۵مه نېټه، د محمد ابراهیم له خوا وژل شوی او غلام رحمان همدرد څو ځله ویلي چې «د سلطان د زوی محمد ابراهیم له خوا راته د مرګ ګواښ شوی او که ووژل شوم، مدعي مې هم هغه دی.»

غلام حیدر لیکلي: “کله چې همدرد ووژل شو، خاورو ته له سپارلو مخکې مو عدلي او قضایي ارګانونو ته عریضه وکړه هغه مهال دی (محمد ابراهیم کټوازی)، د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال و، چې وروسته له دندې لرې او زنداني شو؛ خو بیا ازاد او دوسیه یې بې نتیجې پاتې ده.”

د غلام حیدر په عریضه کې راغلي: “پر موږ ظلم شوی، موږ ولسمشر، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت سلاکار، امنیت رییس او لویې څارنوالۍ ته لاړو؛ خو چا مو شکایت ته پاملرنه ونه کړه، اوس له تاسو غواړو چې کټوازی عدلي او قضایي بنسټونو ته معرفي کړئ او په دې اړه موږ کافي اسناد او شواهد لرو چې له دې عریضې سره ضمیمه شوي دي.”

دغه راز د یوه مکتوب کاپي ښیي چې د سترې محکمې د عمومي جزا څارنوالۍ د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۳۰مه نېټه د پکتیکا د استیناف څارنوالۍ ته لیکلي چې د غلام رحمان پلار غلام حیدر، د خپل زوی د وژنې پر قضیه بیا له سره کتنه غواړي او لویې څارنوالۍ په دې اړه داسې لارښوونه کړې ده: “د سترې محکمې د عمومي جزا څارنوالۍ محترم ریاست، د مقتول د ورثې اعتراضات په پام کې ونیسئ او د قانوني هدایاتو له لارې اجراات وکړئ.”

Views: 1311

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version