ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کعبې امام د افغانستان دسولې لپاره دعا او د مکې کنفرانس د پریکړو ملاتړ وکړ

11 Jun 2021 - 22:25
11 Jun 2021 - 22:25

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۰) :  د حرم شریف امام شیخ عبدالرحمن السدیس د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ وایي، چې هلته د جګړې لپاره هیڅ شرعي دلیل پاتې نه دی.

شیخ سدیس دا څرګندونې نن د غبرګولي په ۲۱مه، په حرم شریف کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې وکړې.

هغه د افغانستان د سولې په تړاو د سعودي عربستان د حکومت او دباچا خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان د هڅو ستاینه وکړه.

د کعبې امام د جمعې په خطبه کې د ټولې نړۍ لپاره د سولې دعا وکړه او «په افغانستان کې د سولې اعلان» کنفرانس د پرېکړه‌ليک ملاتړ یې وکړ، چې په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ شرعي دليل پاتې نه دی.

د افغانستان او پاکستان ددیني عالمانو دغه کنفرانس پرون د رابطه العالم السلامي لخوا د سعودي په کوربه توب ترسره شو، چې د ۱۴ ماده ییز پریکړه لیک سره پای ته ورسید.

بلخوا په سعودي کې د افغانستان سفارت وایي، چې د سعودي عربستان د سترو علماو عالي شورا د افغانستان جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې سولې، پوهې او حکمت هغو غوښتنو ته لبيک ووايي چې «په افغانستان کې د سولې اعلان» تر نامه لاندې کنفرانس کې پرې هوکړه وشوه.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي پژواک ته وویل چې نن د حرمینو الشریفینو امام شیخ سدیس په افغانستان کې د سولې لپاره دعا وکړه، له سولې پروسې او د مکې د کنفرانس له پریکړو یې ملاتړ وکړ.

په سعودي عربستان کې د افغانستان پخوانی سفیر سید جلال کریم په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ د سولې کنفرانس مهم بولي او زیاتوي چې په ډیر حساس وخت کې دا کنفرانس ترسره شو.

هغه د سعودي الاخباریه تلویزیون سره ددې کنفرانس په تړاو په مرکه کې وویل چې د سعودي باچا خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان  او ولیعهد محمد بن سلمان تل د سولې پروسه کې د  افغانستان ملاتړ کړی دی.

جلال کریم وویل چې دا کانفرانس په ډیر مهم او حساس پړاو کې ترسره شو چې په افغانستان کې د سولې تامین او تاوتریخوالي مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

هغه په سوله کې د علماوو او په ځانګړې توګه د پاکستان رول مهم وباله.

ده زیاته کړه چجې د کنفرانس ګډه اعلامیه ډیره مهمه متوازنه وه او ټول موضوعات پکې رانغاړل شوي وو.

هغه د رابطه العالم الاسلامي په لاړه چې دا کنفرانس یې تنظیم کړی و، ستاینه وکړه او ویې چې ددې ادارې مشرتابه په مهمو موضوعاتو کې مهم رول لوبوي، ددینونو ترمنځ بحثونه او د سولې په برخه کې یې هم مهم فعالیتونه ترسره کوي.

سید جلال کریم وایي چې دا اداره داوس د شخړو د هواري په برخو کې هم فعالیت پیل کړی او اوس کولی شي چې په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

ده وویل چې په دې کنفرانس کې له افغانستان او پاکستان څخه مهمو چارواکو او مشهورو علماوو او دیپلوماتانو برخه اخیستې وه او ټولو خواوو پخپلو ویناوو کې مناسبې خبرې وکړې، یو بل باندې یې تورونه پورې نه کړل او ټولو د سولې او تسامخ خبرې وکړي.

 

Views: 363

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version