ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال ” د هرات اوبه ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰ ټپي سرتېري د مرګ په حال دي”

ولسوال ” د هرات اوبه ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰ ټپي سرتېري د مرګ په حال دي”

author avatar
16 Jun 2021 - 12:02
ولسوال ” د هرات اوبه ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰ ټپي سرتېري د مرګ په حال دي”
author avatar
16 Jun 2021 - 12:02

هرات  ښار (پژواک، ۲٦ غبرګولی ۱۴۰۰): د هرات ولایت د اوبې ولسوال وايي چې شاوخوا ۵۰ سرتېري چې له طالبانو سره جګړه کې ټپيان شوي د روغتیايي مراقبتونو د نشتوالي له امله د مرګ په حالت کې دي.

د اوبې ولسوال ضیا‌ءالحق نوري په دغه ولسوالۍ کې د ټپي امنیتي سرتېرو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

نوموړي پژواک ته وویل چې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو د برید له امله شاوخوا ۴۹ امنیتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره، یو شمېر ټپیان د مرګ په حال کې دي او ځينې نور چې برسېرن ټپیان شوي د درملو د نه موجودیت له امله یې ټپونه مکروبي شوي دي.

ولسوال زیاته کړه چې د امنیتي سرتېرو جسدونه هم د سره صلیب له خوا لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «ټول امنیتي سرتېري وږي او تږي دي، ټپیان مو د مرګ په حالت کې دي، هغه سرتېري چې برسېرن ټپیان شوي وو ټپونو یې بوی کړی، دلته هر څه خلاص شوي، مهمات نه لرو.))

هغه ګواښ وکړ چې که دغې ولسوالۍ ته مرستندوی امنیتي سرتېري ونه رسېږي، یو شمېر نور سرتېري اړ دي چې تسلیم یا ووژل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د هرات ولایت اوبه ولسوالۍ کې د ټپي کلابند سرتېرو لسګونه کورنیو د هرات والي دفتر مخې ته لاریون کړی وو.

یادو کورنیو پر حکومت په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونو نیوکه کوله او ویې ویل، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هرات ولایت اوبه ولسوالۍ د ملي اردو کمپ کې د لسګونه ټپیانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ سرتېري د طالبانو له خوا کلابند دي، خو حکومت یې د ژغورنې لپاره اقدام نه کوي.

په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، د ټپي امنیتي سرتېرو د لېږد لپاره د سیمه ییزې ادارې هڅې روانې دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د امنیتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی چې له امله یې خلک اندېښمن دي.

Views: 375

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.