کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونې ناسمې تعبیر شوې دي.
ناټو او امریکا له ترکیې غوښتي وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دې ترکیه د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو کې ونډه واخلي.
خو د ترکیې ولسمشر اردوغان څو ورځې مخکې په بلجیم کې د ناټو له سرمشریزې غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې دې پاکستان او هنګري ورسره مرسته وکړي.
ترکیې دغه راز له ناټو او امریکا د دغه هوایي ډګر د امنیت ساتلو په موخه د ۱۳۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.
د ناټو سرمشریزه غونډه چې څو ورځې مخکې ترسره شوه، د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د مالي مرستې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان او ترکیه د تاریخ په اوږدو کې ښې پیاوړې ډیپلوماتیکي اړیکې لري.
د دغه وزارت ویاند ګران هېواد د غبرګولي په ۲۷مه وویل چې د کابل هوایي ډګر په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونې ناسمې تعبیر او تفسیر شوې دي.
ده زیاته کړه: “په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزارت او په کابل کې د ترکیې له سفارت سره زموږ خبرې شوې، هغوی موږ د ولسمشر اردوغان د څرګندونو متن را وښود، هغه څه په کې نه وو، څه چې رسنیو کې خپاره شوی دي.”
هېواد وایي، د ناټو د مشرانو د پرېکړې پر اساس، ترکیه به د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ او پیاوړتیا ته دوام ورکوي.
د نوموړي په وینا، له هغه ځایه چې ترکیه په افغانستان کې د سولې لپاره د سیاسي حل لارې پلوي ده او تل یې پر دې ټینګار کړی، د ولسمشر اردوغان خبرې پر دې متمرکزې وې، د سیمې هېوادونو او د ګاونډیو هېوادونو او د پاکستان ملاتړ جلب کړي.
Views: 370
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن