کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني وايي چې په دوحه کې د افغان سولې اړوند بین الافغاني خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.
دا په داسې حال کې ده چې لس میاشتې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې شوې دي، خو تر اوسه د پام وړ کوم پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون (جمعه) د ترکیې په انتالیا ښار کې (انتالیا مجمع) ته په خپله وینا کې ویلي چې هېواد به یې دواړه لوري وهڅوي چې بین الافغاني خبرې پيل کړي.
نوموړي زیاته کړې: “قطر به د خبرو پیلولو په اړه پر دواړو لورو فشار او هڅولو ته دوام ورکړي.”
هغه په افغانستان کې د جګړې له امله رامنځته شوی ناورین پېچلی بللی او په دغه هېواد کې د سولې ټینګېدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اجماع پر رامنځته کېدو یې ټینګار کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې د سولې ټینګېدو لپاره باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي او په راتلونکي کې د واک په شریکولو کې ټولو افغانانو ته ونډه ورکړل شي.
خو الثاني زیاته کړې چې په دې برخه کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوی.
د یادونې ده چې له تېر کوچني اختر راهیسې درې ځلې په دوحه کې بین الافغاني خبرې شوي، خو تر اوسه کوم پرمختګ په کې نه دی شوی.
بلخوا د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په انتالیا کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.
Views: 115
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن