ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب خواجه سبزپوش ولسوالۍ طالبانو نیولې ده

د فاریاب خواجه سبزپوش ولسوالۍ طالبانو نیولې ده

author avatar
19 Jun 2021 - 10:59
د فاریاب خواجه سبزپوش ولسوالۍ طالبانو نیولې ده
author avatar
19 Jun 2021 - 10:59

میمنه(پژواک،۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ طالبانو نیولې دي.

یوې سیمه ییزې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، تېره شپه یوه بجه د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ طالبانو نیولې دي.

د سرچینې په خبره، امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک پر ملاتړ د دغې ولسوالۍ «کته قشلاق» کلي ته شاتګ کړی چې په دې ترڅ کې پر یوه هاموې ټانک د ماین چادونه شوې، ټانک په بشپړه توګه تخریب شوی او د وژل شوو کسانو کره شمېر لا نه دی معلوم.

په ورته وخت کې یوې امنیتې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، د ملي اردو هغو سرتېرو او د ولسي پاڅون کوونکو منسوبینو چې په «کته قشلاق» کلي کې ځای پر ځای وو هم خپل مرکز پرېیښی او د دغه ولایت مرکز میمنې ښار ته راغلي دي.

د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي د دغې ولسوالۍ سقوط تایید کړ او زیاته یې کړه چې طالبانو تېر مازیګر پر یاده ولسوالۍ بریدونه پیل کړل، جګړې د شپې تر یوې بجې دوام درلود او له هغه وروسته دوی اړشول چې شاتګ وکړي.

هغه د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د امنیتي ځواکونو پر هاموې ټانک د ماین چاودنه شوې چې په کې موجود سرتېري وژل شوي دي.

خو سیمه ییزو طالبانو ادعا کړې چې د میمنې ښار تر شپږ کیلومترۍ یې د خواجه سبزپوش ټوله ولسوالۍ نیولې، ۱۰ سرتېري یې وژلي او ۲۰ نور یې ژوندي نیولي دي.

دوی وايي چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ امنیه قوماندان تېر مازیګر له خپلو ۱۳ کسانو سره له طالبانو سره یو ځای شو.

د طالبانو له خوا د خواجه سبزپوش ولسوالۍ تر نیولو وروسته د جګړې خط د میمنې ښار تر کمربند پورې رسېدلی او دغه وضعیت خلک اندېښمن کړي دي.

Views: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.