ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر: د راتلونکي نظام په اړه په بين الافغاني مذاکراتو کې پرېکړه کیږي

ملا برادر: د راتلونکي نظام په اړه په بين الافغاني مذاکراتو کې پرېکړه کیږي

author avatar
20 Jun 2021 - 13:49
ملا برادر: د راتلونکي نظام په اړه په بين الافغاني مذاکراتو کې پرېکړه کیږي
author avatar
20 Jun 2021 - 13:49

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : د طالبانو مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ویلي چې د راتلونکي نظام په اړه په بين الافغاني مذاکراتو کې پرېکړه کیږي، باید له وخته مخکې بې ځایه اټکلونه ونه شي.

ملا برادر دغه څرګندونه په هغه لیکنه کې کړې دي چې د طالبانو د ویاندویانو له خوا په پنځو ژبو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده.

هغه زیاته کړې، د افغانستان ځورېدلی ولس له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د یو خپلواک، مستحکم او باثباته افغانستان په موخه د نا امنیو او جګړو په لمبو کې سوځي، اوس طالبان غواړي چې روانه غمیزه او د هغې ټول عوامل پای ته ورسیږي.

نوموړي ویلي چې په همدې موخه یې له امریکا سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د دوحې تاریخي تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو مرستیال وایي، اوس چې افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې دی، دلته به د داسې نظام جوړولو لپاره کار وشي چې په هغه کې د افغان ولس ارامي او سوکالي متحققه وي او دا هغه وخت شونې ده چې دغه نظام د افغان مسلمان ولس د غوښتنو او ارمانونو مطابق جوړ شي.

د هغه په وینا، لکه څومره چې د یو مستحکم اسلامي نظام ټینګښت افغانانو ته اړین دی، هغومره نړیوال ورته اړتیا لري. د امریکا په ګډون نړیوالو ته له یوه بېواکه، غیرمتمرکز او فاسد نظام څخه ځواکمن، متحد او له فساده خلاص افغانستان ګټور دی.

ملا برادر زیاته کړې :”موږ هغه پوښتنې درک کوو چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته رامنځ ته کېدونکي نظام د ډول په اړه هم له افغانانو او هم له نړیوالو سره شته دي. د دغسې پوښتنو په ځواب کې بايد ووايو چې دا په بين الافغاني مذاکراتو پورې اړه لري. موږ بايد تر وخت له مخه په هسي اټکلونو د مذاکراتو فرصت له لاسه ور نه کړو.”

د هغه په وینا، په بین الافغاني مذاکراتو کې یې ګډون او له هغه څخه ملاتړ د دې ښکارندوی دی چې طالبان د تفاهم له لارې د ستونزې پرحل باور لري.

ملا برادر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پرېږدي افغانان خپله د خپل هېواد او ولس د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي، ځکه افغانان له هغو نظامونو څخه ډېرې بدې خاطرې لري کوم چې له بهره ورباندې تپل شوي دي.

د ده په وینا، دې ته ژمن دی چې له نورو اړخونو سره د متقابل احترام په فضا کې پر مخ لاړ شي او د يوه داسې نوي سياسي نظام په اړه هوکړې ته سره ورسيږي چې د ټولو افغانانو غږ په کې اورېدل شوی وي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر زیاته کړې چې په راتلونکي افغانستان کې د اسلام د اساساتو او د افغاني ټولنې د عنعناتو په رڼا کې د خپل هېواد د ټولو نارینه او ښځینه اتباعو ټولو حقونو ته لکه د بیان آزادي، ښوونه او روزنه، کارکول او… ځان ژمن ګڼي.

ده زیاته کړې : “دا چې زموږ ټولنه یوه اسلامي او افغاني ټولنه ده، نو د ښځو د تعلیم او کار لپاره به مناسب چاپيریال او اسانتیاوې برابرېږي، تر څو هغوی په ډاډ سره خپلې چارې مخ ته یوسي. ”

ملا برادر له ځوانانو غوښتي چې بهرنیو هېوادونو ته د تګ پر ځای دوی ورته د کار او خدمت زمینه برابروي.

د هغه په وینا، په راتلونکي نظام کې به د اقلیتونو په ګډون د ټولو هېوادوالو حقوق خوندي وي، په دې اړه باید له چا سره اندېښنه نه وي.

ده زیاته کړې چې افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره مثبتې او ګټورې اړیکې ولري. افغانان د راتلونکي افغانستان په بیارغونه کې د نړۍ سالمې همکارۍ ته اړتیا لري او هر کلی یې کوي.

ملا برادر ویلي، طالبان نړیوالې ټولنې ته ډاډ ور کوي چې په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ديپلوماټانو او د بهرنیو خیریه مؤسسو کارکوونکو ته به هېڅ ډول خطر نه متوجه کېږي.

د هغه په وینا، طالبان هېچا ته اجازه نه ور کوي چې د افغانستان خاوره د چا د امنیت پر ضد استعمال کړي، او نه بل چا ته اجازه ورکوي چې په چارو کې یې مداخله وکړي.

ملا برادر په داسې حال کې دا خبرې کړې دي چې په هېواد کې جګړو زور اخیستی، هره ورڅ لسګونه کسان له دواړو لوریو څخه او دغه راز ملکي وګړي وژل کیږي.

د افغانستان حکومت وایي چې طالبانو د دوحې تړون له مخې ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي، خو دا ژمنه یې نه ده عملي کړي.

ولسمشر غني ویلي چې د نړۍ مسلمانو هېوادونو، نړیوالې ټولنې او دیني عالمانو د اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو ترې انکار کړی دی.

Views: 999

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.