ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وحید عمر: په دوو اوونیو کې حالات بېرته بدلون مومي

وحید عمر: په دوو اوونیو کې حالات بېرته بدلون مومي

author avatar
22 Jun 2021 - 18:20
وحید عمر: په دوو اوونیو کې حالات بېرته بدلون مومي
author avatar
22 Jun 2021 - 18:20

کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۰) : د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر وایي چې په ډېرو سیمو کې خلک د طالبانو پر ضد راپاڅېدلي او په راتلونکو دوو اوونیو کې به حالات بېرته بدلون وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د چنګاښ په لومړۍ نېټه د حکومت رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه، د جګړې اوسنۍ څپه لنډمهاله ده، خو طالبانو د جګړې په زور سیمې نه دي نیولي، بلکې دولتي ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی.

خو نوموړي وویل، په راتلونکو دوو اوونیو کې به حالات بېرته بدلون ومومي، طالبان چې له کومو ځایونو راغلي وو، بېرته به هماغو سیمو ته لېږدول کیږي.

وحید عمر زیاته کړه: ” یو کال وړاندې خلکو فکر کاوه چې طالبان بدل شوي، د سولې خبرو ته به چمتو وي، خو وروستیو جګړو او د ځینو سیمو نیولو سره دوی وښودله، چې نه یواځې دوی کوم بدلون نه دی کړی، بلکې هغوی ثابته کړه چې هیڅکله سوله نه غواړي. ”

د نوموړي په وینا، طالبانو چې کومې سیمې ونیولې، ودانۍ یې وسوځولې، سړکونه، پلونه او کلینیکونه یې ویجاړ او ښوونځي یې د زده کوونکو پر مخ وتړل.

په عامه اړیکو کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر وایي چې په افغانستان کې د طالبانو جګړه نور مشروعیت نه لري، د کعبې د امام په ګډون د نړۍ سترو علماوو او مفتیانو د جګړې ضد فتواوې ورکړې او پر سولې یې ټینګار کړی دی.

خو هغه وویل، چې طالبانو د سولې او مذاکرې پر ځای جګړه په ټول هېواد کې پیل کړه، خو خلک دې ډاډه واوسي چې دوی به ناکامیږي.

عمر وایي، خلکو ته د طالبانو واکمني یاده ده، اوس د ۹۲ او ۹۶ کلونه نه دي، طالبانو په خلکو او سیمو کې د پښې ایښودلو ځای له لاسه ورکړی دی.

ده زیاته کړه، په هیڅ ولسوالۍ کې د طالب شتون دوامداره نه دی، په راتلونکو دوو اوونیو کې وضعیت بدلون کوي او طالبان به بېرته هغو سیمو ته ځي چې له کومه ځایه (پاکستانه) راغلي وو.

هغه پر ولایتي شوراګانو نیوکې وکړې چې د امنیتي ارګانونو د ویاندويانو پر ځای دې خپلو دندو او کارونو ته متوجه واوسي، د خلکو مورال دې نه خرابوي.

ده زیاته کړه، هغوی ته یې په دې اړه یو مکتوب هم لېږلی دی.

وحید عمر امریکا ته د ولسمشر د سفر په اړه وویل چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به دوی د امریکا پر لوري روان شي.

ده زیاته کړه، له نوموړي سره به لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب،  د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او یو شمېر نور چارواکي او د مذاکره کوونکي پلاوي غړي ملتیا وکړي.

هغه یاد سفر مهم وباله او ویې ويل چې له امریکا سره د اړیکو پر نوي فصل او له افغان امنیتي ځواکونو سره د دغه هېواد پر همکاریو خبرې کیږي.

Views: 173

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.