ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فايق: حکومت ولسي پاڅون کوونکو ته وسلې او نور امکانات ورکوي

23 Jun 2021 - 16:19
23 Jun 2021 - 16:19

مزارشريف (پژواک، ۲چنګاښ ۱۴۰٠):د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ جوړونې مرستيال نقيب الله فايق وايي چې په بلخ ولايت کې د طالبانو د پرمختګ مخه نيول شوې ده.

هغه چې د بلخ والي او شمال کې د شاهين قول اردو له مسوولينو سره يو ځای يې د بلخ ولايت له يو شمېر امنيتي پوستو څخه ليدنه کوله، همدا راز يې وويل چې حکومت ولسي پاڅون کوونکو ته وسلې او امکانات برابروي.

فايق وويل: “امنيتي سکتور ژمن دی چې د طالبانو پر ضد به د ولسي خلکو د پاڅون ملاتړ کوي، تاسې ته وسلې، اعاشه، معاش او امکانات درکوو، نه يواځې په يوه ولايت کې بلکې په ټول افغانستان کې.”

نوموړي زياته کړه چې د جګړې په ډګر کې ځينې وخت بدلونونه راځي؛ خو په وينا يې چې د بلخ خلک د امنيتي ځواکونو ترڅنګ له دغه ولايت څخه د دفاع په کرښه کې ولاړ دي.

فايق وايي چې د زرګونو ولسي کسانو بسيج کېدو وښوده چې خلک د طالبانو تر سلطې لاندې ژوند نه غواړي.

د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ معين زياتوي چې په تېرو څو ورځو کې د سقوط شوو سيمو د بېرته نيولو لپاره به ډېر ژر عمليات پيل شي.

په ورته مهال د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي وايي چې د مزار ښار امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی.

هغه زياتوي چې په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا دوه زره حکومت پلوي وسله وال د مزارښار په څنډو کې ځای پر ځای شوي دي.

د هغه په وينا، بلخ ولايت کې زرګونه کسان چمتو دي چې له خپلو سيمو څخه د دفاع په خاطر د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

عظيمي زياته کړه چې بلخ کې د سقوط شوو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره منظم پلان جوړ شوی او ډېر ژر به عملي اقدامات هم پيل شي.

همدرانګه په ولسي جرګه کې د بلخ استازي عباس ابراهيم زاده هم اعلان کړی چې بلخ کې يې خپل سلګونه پلويان چمتو کړي څو د امنيتي ځواکونو ترڅنګ له دغه ولايت څخه دفاع وکړي.

خو په ورته مهال بيا طالبان وايي چې نوي وسله وال شوي کسان د دوی د پرمختګ مخه نه شي نيولای.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وویل چې د حکومت له خوا نوي وسله وال شوي کسان د دوی له جنګياليو سره د جګړې توان نه لري.

د مجاهد په خبره، دغو کسانو وار له مخه له طالبانو څخه شکست خوړلی دی.

حکومتي مسوولين په داسې مهال بلخ کې د سقوط شوو ولسوالیو او سيمو د بېرته نيولو لپاره د عملياتو پيلېدو خبره کوي چې دمګړۍ د بلخ ولايت د ۱۴ ولسواليو له ډلې ۷ ولسوالۍ يې په بشپړ ډول د طالبانو په کنټرول کې دي.

Views: 159

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version