کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۰) : د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي، د ناټو د غوڅ ملاتړ له عمومي قوماندان اسکاټ مېلر سره لیدنه او خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت له خوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې له جنرال اسکاټ مېلر سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي لیدنه ګټوره وه.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې په اوسنیو بحراني شرایطو کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي او امریکایي ځواکونو ترمنځ همکاري مهمه ده.
د یوه بل خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي، د دغه وزارت د لومړي مرستیال ډاکتر نجیب الله وردګ، لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزي، د رهبرۍ د مرستیالانو او د ملي دفاع وزارت د رییسانو او ستردرستیز په ګډون ناسته کې، د ځواکونو تر منځ د همغږۍ او د قوماندې د یووالي په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ځواکونو ته باید وسلې، مهمات او اعاشه پر خپل وخت ورسول شي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه چې په دغه وزارت کې کاري سیستم او د جګړې رهبري ډېره پیاوړې کېږي او د اغېزناکو عملیاتو د ترسره کېدو لپاره به انسجام او نوره همغږي هم رامنځته شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وروسته د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د وضعیت د بدلون لپاره د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ له ډېرو هڅو خبر ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې له اوسني وضعیته د وتلو لپاره به په ګډه کار کوي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن