ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړې او وچکالۍ له امله به سږ کال د کندهار په کرنیزو حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راشي

د جګړې او وچکالۍ له امله به سږ کال د کندهار په کرنیزو حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راشي

author avatar
28 Jun 2021 - 14:25
د جګړې او وچکالۍ له امله به سږ کال د کندهار په کرنیزو حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راشي
author avatar
28 Jun 2021 - 14:25

کندهار (پژواک، ٧ چنګاښ ۱۴۰۰): چارواکي وايي، روانې جګړې او وچکالۍ د کندهار کرنه اغېزمنه کړې او سږ کال به یې له همدې امله د کرنیزو حاصلاتو کچه ۲۵ سلنه ټیټه وي.

په کندهار کې له یوې خوا تېر کال کم اورښت شوی او له بلې خوا په هغو ولسوالیو کې چې کرنه په کې ډېره ده، جګړې پیل شوې چې کروندګر او باغ لرونکي یې خپلو کورونو، کروندو او باغونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، کندهار چې هر کال په منځنۍ کچه له ۱۵۰ تر ۱۸۰ ملي متره اورښت لري، سږ کال په کې یوازې ۳۰ ملي متره اورښت شوی دی.

هغه زیاته کړه، د دې ترڅنګ د کندهار په هغو ولسوالیو کې چې کرنه او بڼوالي په کې ډېره ده، جګړې پيل شوې چې په ځینو ولسوالیو کې تر اوسه دوام لري.

دی وايي، د دغو جګړو له امله کروندګر او بڼوال اړ شول چې خپل کورونه، کروندې او باغونه پرېږدي او ښار ته مخه کړي.

نوموړي وویل، له همدې امله کروندګر و نه توانېدل پر خپلو ځمکو غنم او نور توکي وکري.

د ده په خبره، همدا دوه عمده لاملونه دي چې سږ کال به د کندهار د کرنیزو حاصلاتو کچه د تېر په پرتله ۲۵ سلنه کمه وي.

ده خبر ورکړ چې سږ کال امراض او آفات کم دي خو وايي چې تېر کال د کافي اورښت له امله لنده بل ډېر وو نو ځکه په کښتونو او بڼونو بېلابېل امراض ګډ شوي وو.

دهلې بند چې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري او د دغه ولایت د اوو ولسوالیو کروندې او باغونه اوبوي، اوبه یې تر ټاکلي وخت ناوخته خوشې شوي چې دې ستونزې هم کرنه اغېزمنه کړه.

د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالي محبوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې سږ وچکالي ده، نو په دهلې بند کې ۲۷۵ میلیونه متره مکعبه اوبه زېرمه شوي چې شاوخوا دوه میاشتې د اوو ولسوالیو د باغونو او کروندو لپاره کار بسنه کوي.

هغه زیاته کړه، سږ کال له یوې خوا وچکالي او له بلې خوا جګړې د دې لامل شوې چې د دغه بند د اوبو د خوشې کولو چاره وځنډېږي.

دی وايي، له هغه وروسته چې د دهلې بند د طالبانو لاس ته ولوېد، د سیمې مخور او قومي مشران لاس په کار شول او له طالب مشرانو سره یې ولیدل څو د اوبو خوشې کولو ته زمینه برابره کړي.

ده زیاته کړه، د قومي مشرانو او ځايي طالب مشرانو ترمنځ د شوې موافقې پر بنسټ، د دوی پلان دا و چې د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه اوبه خوشې کړي خو هلته امنیتي ځواکونو عملیات پيل کړل.

نوموړی زیاتوي، له همدې امله د دهلې بند اوبو خوشې کولو چاره ۱۶ ورځې نوره وځنډېده خو بالاخره د ارغنداب سیندیزې حوزې تخنیکي ټېم د ځايي مشرانو او مخورو په وساطت دهلې بند ته لاړ او اوبه یې خوشې کړې.

که څه د دهلې بند اوبه خوشې شوې خو څو ورځې وړاندې د یو شمېر ولسوالیو کروندګرو او باغ لرونکو شکایت وکړ چې دوی ته کافي اوبه نه رسېږي.

محبوبي په دې اړه وايي، د اوبو د وېش چارې د ساحوي مدیرانو او تخنیکي ټیم له خوا په ډېره عادلانه توګه ترسره کېږي چې د کمېدو او ډېرېدو صلاحیت یې څوک نه لري او قانوني جرم دی.

ارغنداب ولسوالي چې د هېواد په کچه د انارو د حاصلاتو مرکز ګڼل کېږي او جګړې په کې شاوخوا ۶ میاشتې دوام وکړ، اوس ارامه ده خو د جګړې له امله اوښتي زیانونه لا پر ځای پاتې دي.

د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د لسګونو پلونو، ټولګټو ځایونو او کورونو ترڅنګ کروندو او باغونو ته درانه زیانونه واوښتل.

خو په نورو کرنیزو ولسوالیو ژېړۍ، پنجوايي، میوند او شاولیکوټ ولسوالیو کې لا هم جګړه روانه ده.

د ارغنداب ولسوالۍ یوه کروندګر نظر ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال له یوې خوا سخته وچکالي ده اوله بلې خوا په ارغنداب کې ۶ میاشتې جګړه روانه وه.

هغه زیاته کړه، خلکو خپل باغونه او کورونه پرې ایښي وو، کله چې جګړه پاته ورسېده او خلک بیرته د خپلو باغونو او کروندو په سمبالولو بوخت شول نو دهلې بند طالبانو ونیو او د اوبو خوشې کېدل وځنډېدل چې کرنه یې سخته زیانمنه کړې ده.

دی هم وايي چې د همدې ستونزو له امله به سړ کال حاصلات کم وي.

نوموړی ټینګار کوي چې د جګړو پر مهال باید کروندو، باغونو او کروندګرو ته زیان و نه رسېږي.

د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی او کروندګر محمد اکبر وايي، سږ کال یې د جګړو له امله پر خپله ځمکه غنم و نه کرل.

هغه پژواک ته وویل، یوازې ده نه، بلکې ډېرو کروندګرو نه دي کرلي، ځکه له یوې خوا جګړه وه او له بلې خوا اوبه ډېرې لاندې شوي او خلک توان نه لري چې برمې ووهي.

د ده په خبره، د وچکالۍ او جګړې له امله ان د انګورو او انارو باغونو ته هم پر وخت اوبه و نه رسېدې.

نوموړی له دولته څخه غوښتنه کوي چې دغو ستونزو ته په پام دې له کروندګرو او باغ لرونکو سره مرستې وکړي.

په کندهار کې د یو شمېر مېوو  حاصلات لکه زردالو، سنتروزې، شفتالو حاصلات پیل شوي خو د انګورو حاصلاتو ته لا هم څو اوونۍ پاتې دي.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.