ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د لومړي ځل لپاره ژوبڼ جوړ شوى

په هلمند کې د لومړي ځل لپاره ژوبڼ جوړ شوى

author avatar
29 Jun 2021 - 13:44
په هلمند کې د لومړي ځل لپاره ژوبڼ جوړ شوى
author avatar
29 Jun 2021 - 13:44

لښکرګاه (پژواک، ٨ چنګاښ ١٤٠٠): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يوه کس په خپل شخصي لګښت ژوبڼ جوړ کړى چې هره ورځ ګڼ شمېر کسان يې ليدلو ته ورځي.

د دغه ژوبڼ مسوول عبدالسلام الکوزي د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې مياشتې وړاندې يې دغه ژوبڼ په ٣٠ جريبه ځمکه کې جوړ کړی دى.

هغه وايي: ((په دې باندې لس ميليونه افغانۍ لګول شوي او ټولې شخصي پیسې دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ژوبڼ کې دا مهال ٣٠ ډوله حيوانات شته دي چې د ورځې له دوو سوو ډېر کسان يې ليدلو ته ورځي.

دى وايي چې په يادو حیواناتو کې هوسۍ، بيزوګانې، ګيدړې، شترمرغان، طاوس، کوږ، شکوڼ، غرني پسونه او ځينې نور حيوانات هم شامل دي.

ده وويل: ((له هر کس نه لس افغانۍ ټېکټ اخلو او ٣٠ زره افغانۍ د مياشتې د دې ځاى کرايه ورکوو.))

د الکوزي په وينا، د دغه ژوبڼ لپاره ٢٠ ډوله نور حيوانات هم له هېواد بهر پېرل شوي خو د لارو د بندښت له امله يې انتقال تر اوسه پاتې دى.

دغه راز په دې اړه د نادعلي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نثار احمد پژواک ته وويل چې دغه ژوبڼ د ځوانانو او نورو کسانو د تفريح لپاره يو مناسب ځاى دى.

هغه وايي: ((مخکې چې موږ لښکرګاه ته راتللو، د چکر لپاره داسې مناسب ځاى نه و خو اوس دغه ژوبڼ ته راځو هم شين ځاى دى او هم د حيواناتو ننداره کوو.))

همدارنګه په ياد ژوبڼ کې يو بل کس اختر محمد پژواک ته وويل چې د دغه ځاى له جوړېدو وړاندې يې داسې حيوانات کله نه و ليدلي.

ده وويل: ((هلمند خو ډېر نا امنه ولايت دى همېشه په کې جنګونه وي، موږ داسې حيوانات کله هم نه و ليدلي زه له خپلو دوستانو سره له ګرمسير نه راغلى يم دغه حيوانات ګورو او خوند ترې اخلو.))

دا په داسې حال کې ده چې د کابل، ننګرهار او هلمند ترڅنګ د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې ژوبڼونه شته دي چې د ورځې په جريان کې ګڼ شمېر خلک يې د حيواناتو ليدلو ته ورځي.

Views: 213

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.